ناټو د فراه د جګړې له تیښتې وروسته فاریاب ته عسکر لیږي

عزم(یکشنبه، ۱۳مه، کب، ۱۳۹۶ل)

د فراه ولایت کې د ایټالیایي ځواکونو د جګړې له کرښې له شاتګ وروسته ناټو د فاریاب ولایت د جګړې ډګر او د افغان ځواکونو د روزنې په موخه فاریاب ته عسکر لیږي.

د فاریاب ولايت دولتي سرچينو ویلي چې په راتلونکې اوونۍ کې به د ناټو د غوڅ ملاتړ ۶۰ تنه بهرني پوځيان د فاریاب مرکز میمنې ته را ستانه شي.

دغو سرچینو ویلي د ناټو بهرني پوځيان به د ګډ حکومت له دولتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د جګړې په لومړی کرښه کې د وسلوالو پر خلاف عمليات پر مخ وړي.

په شمال کې د شاهين قول اردو د لومړۍ لوا قومندان جنرال جنت ګل ویلي په راروانه یوه اونۍ کې دننه به د دغه ولایت مرکز میمنې ته ۶۰ تنه بهرني پوځيان راستانه شي.

ویل شوي چې په راتلونکو کې به فاریاب ولایت کې د ناټو د پوځيانو شمېر ۲۰۰ تنو ته ورسوي.

فاریاب ولایت ته ناټو داسې مهال سرتیري لیږي چې د یاد ولایت د ولایتي شوری غړو رسنیو کې د فاریاب د سقوط اندیښڼې څرګندې کړې وې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button