دحوت ۱۲ دامریکایي ښکیلاکګرو سره دشاهي کوټ جګړه

لیکنه: مولوی ضیاءالحق صدیق یار

د ۲۰۰۱ میلادي کال داکتوبر په اتمه چې درجب المرجب دمیاشتې له ۲۱مې نیټې سره سمون خوري ددوشنبې په ورځ دشپې په نهه نیمو بجو زموږ په ګران ټاټوبي له ټولو اسلامي او بشري اصولو خلاف یرغل وکړ.

هغه مهال زموږ هیواد دګلونو ټاټوبی داسلامي نظام له نعمت څخه برخمن ؤ، دهیواد هره برخه دعدل او انصاف په وږمو معطره وه، هره خوا دالله دسپیڅلي کلام داحکامو دتعمیل واقعې ترسترګوکیدلې، حدود او قصاص حاکم ؤ، هغه څه چه دصدر اسلام له زمانې وروسته یې پرځمکه نمونې کمې ترسترګو کیږي.

هوکې؛ هغه مهال د دې ستر طاغوت سره ډغرې وهل کومه آسانه قیصه نه وه دځمکې پر مخ دوخت فرعون د« اناربکم الاعلی»
آوازونه کول او دابه یې ویل اوس دخبرو وخت ختم ده، هماغه مهال یوځل بیا دزمریانو په ټاټوبي، داکبر او ملالې په مسکن، دعمر او د منصور په ټابوبي بیا زمریانوسر راښکاره کړ.

مشهور قول ده چه دباز له «ځالې باز الوزي» اویاهم «بازخانه بې له بازه نه وي» همداسې وشول د افغانستان دپکتیا ولایت بلکې لویه پکتیا چې ښکیلاکګرو او سرو روسانو ته یې دسر په کاسه کې اوبه ورکړې، خپله خاوره یې ددوی عسکرو ته مقبره ګرځولې وه او په غرونو کې یې اوس هم د جهاد سنګرونه له ورایه معلومیږي د پکتیا د غرونو جګې او دنګې څوکې د دې ټاټوبي دوګړو دغیرت ترجماني کوي، پکتیا په خپل غیږ کې منصوریان اوحقانیان روزلي.

هوکې: دامریکایي ښکیلاکګرو په وړاندې د مقابلي امتیاز او تاریخي افتخار هم د دوی په برخه شو دحوت ۱۲ وه او۱۳۸۰ کال ؤ دامریکایي ښکیلاکګرو دحملې لا کال نه و پوره چې منصور ابن منصور یی مقابلې ته راودانګل او مخامخ حملې یی ورباندې وکړي ددوی طیارې یې وویشتلې او په وحشي عسکرو یې دشاهي کوټ د دنګو او اسمان څکو غرونو شیلې ډکې کړې.

نړیوالو ته یې بیا د افغانستان غیرتي تاریخ وځلولو او دایې ورته وښودله چه د دې غیرتي ټاټوبي وګړي دناټو عسکرو ته دټوپک په ژبه ځواب ورکولی شي، او دایې ورته وښوده چې د ناټو هغه عسکر چې له هوا څومیلۍ اجسام هم کشف کولای شي طالب جان یې څنګه مقابلې ته رادانګي او دټکنالوجۍ پروا یې نه لري.

دشاهي کوټ جګړه که دزمانې له لحاظه وګورو ډیرې لاسته راوړنې لري.

دبګرام زندان یوبندي ویل په زندان کې یې د خپل نشان سره یولوی ښامار رسم کړی ؤ (اناکوندا) په نوم او ویل یې موږ په افغانستان کې دا لوی ښامارمات کړی.
خو داسی نه وه چه ښاماریې مات کړ او نور به پر افغانانو کې دمقابلې توان نه وي بلکې دایې مقدمه وه دشاهي کوټ معرکه یرغلګرو ته پیغام لرلو چې دافغانستان خاوره د امپراتوریو هدیره ده دلته تاسو کله هم دآرام ساه نه شي اخیستلای اودا د بریدونو پیلامه ده همداسې ده نن چې د یرغلګرو د حملې ۱۷ کاله پوره کیږي خپله په دې خبره اعتراف کوي.
د اسلامي نظام دحاکمیت اویرغلګرو د نابودي په هیله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: