د مرحوم انجنیر عبدالله ګل ریان ژوند ته کتنه

قاري سعید زرمتی

لکه څنګه چې د الله تعالی مخلوقات متنوع او رنګارنګ دي همداسې الله تعالی د دې پراخې دنیا د چارو د سمبالولو لپاره بیلابیل ذوقونه، استعدادونه، صلاحیتونه او اشخاص هم پیدا کړي دي. چا ته یې د سنګر او وسلې شوق په زړه کې ور اچولی تر څو د دین له سنګره په میړانه دفاع وکړي او د شیطان لارویان په نښه کړي. د چا په زړه کې یې د سرمایې او مال د ډیرولو شوق ایښی تر څو د ټولنې په اقتصادي وده کې رول اداء کړي. څوک د سیاست شوقمن او څوک د شهرت، رهبرۍ، مرتبې، دنیایي هوسونو او نورو مختلفو شیانو.

اما الله تعالی بیا ځینې خلک د دې لپاره خاص کړي وي چې ټول عمر د قلم او کتاب رڼا ته ژوند وکړي. د علم زده کړه، نورو ته ښوول، د قلم په توسط د دین خدمت، د قلمي جهاد سنګر پالل او د کتابونو په لیکلو او خپرولو سره د اولس په فرهنګي انکشاف او مدنیت کې برخه واخلي.

انجنیر عبدالله ګل ریان صاحب چې مې پیژاند د دې زمانې همداسې شخص تر نظر راغلی و، د هغه ژوند له تعلم څخه پیل او په تعلیم پای ته ورسید. د ژوند لومړنۍ مشغولا یې ښوونځي ته تلل او د علم زده کړه وه، اما د ژوند وروستۍ بوختیا یې هم د ماشومانو د مدرسې جوړول او د مسلمان اولس بچیان له قلم او کتاب سره شناخته کول و.

مرحوم انجنیر ریان صاحب یو فراګیر شخصیت و، چې شخصیت یې له علمي او فرهنګي تشخص ورهاخوا ګڼ اجتماعي، فلسفي او تصوفي اړخونه هم درلودل.د نوموړي پوره پیژندل او د شخصیت ارزونه یې شاید د دې لیکنې تر وس تېره خبره وي. خو بیا به هم د نوموړي د یاد تازه کولو په موخه په لنډو د هغه متمایز شخصیت پر ژوند مختصره رڼا واچوو.

له ښوونځي تر پوهنتونه

مرحوم استاد ریان صاحب د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ په محمد نعیم کلا کې په ۱۳۳۲ هـ ش کال کې دنیا ته راغلی.د پلار نوم یې عبدالظاهر و چې دی یې مشر زوی و،د اتو کلوپه عمر و چې په قره باغ کې د سلطان ابراهیم ابتدائیه مکتب ته داخل شو او په همدې کال یې پلار وفات او د یتیمتوب پیټی هم ورپه غاړه شو. استاد ریان چې له کوچنیوالي د ستر عزم او صبر څښتن و د غربت، بې کسۍ او فقر له ستونزو سره سره یې زده کړو ته دوام ورکړ او د ستونزو په وړاندې تسلیم نه شو.

په ۱۳۴۵ لمریزکال کې د سلطان ابراهیم لومړني ښوونځي له شپږم صنف څخه اول نمره فارغ او د سلطان محمود لیسې ته لاړ چې بیا تر ۱۳۵۱ لمریز کال پورې یې په دې لیسه کې زده کړو ته دوام ورکړ تر دې چې په همدې کال د یادې لیسې له دوولسم صنف څخه په اول لمبر فارغ او د لوړو زده کړو لپاره کابل ته لاړ.

استاد ریان صاحب چې درست ژوند یې له ازمونونو او د ستونزو په وړاندې له مقاومت او مبارزې څخه جوړ و د ماشومتوب او نوي ځوانۍ کلونه یې هم له دې څخه مستثنا نه وو. نوموړي په خپلو یاداښتونو کې لیکلي چې له زده کړو سره هم مهال یې د حلال رزق موندلو لپاره خواري او مزدوري هم کوله. نوموړي لیکي(د زده کړې په وخت کې مې د مزدوري په بدل کې د نورو د خټو کارونه کړي او کاريز مې کار کړى دى. خپل ملک او پټي مو ګرو ؤ، خو بزګري يي موږ کوله. د بزګري ټول وسايل په سوال پوره کېدل. اقتصادي خبرې اوس راته وړې دي ،له همدې امله يي د ستونزو نمونې نه ليکم)

له عصري زده کړو سره سره خواریکښ او د علم تږي استاد ریان د دیني زده کړو حصول هم نه و پرې ایښی. کله به چې د نوموړي درسي کال د قوس په میاشت کې پای ته ورسید، نو د ژمي درې میاشتې رخصتۍ به یې د دیني زده کړو په تعلم تېرولې. د دیني زده کړو لپاره نوموړي ډیر وخت له خپل یو تن قریب او مرشد دیني عالم خلیفه صاحب مولوي عبدالحکیم( مشهور په بشیر خلیفه صاحب) سره په بیلابیلو کلیوالو مدرسو کې تیرولې او د هغه به چې هر ځای امامت او تدریس و استاد ریان به هم ورسره همالته ژمی تیراوه. نوموړي لیکلي چې د ۴۷ کال ژمی یې په اورګون او د ۱۳۵۰ لمریز کال ژمی یې د پغمان په محمدخیلو کې له خپل استاد خلیفه صاحب سره تیر کړ چې د دیني زده کړو د دې مرحلې په اړه انجنیر ریان صاحب په خپلو یاداښتونو کې لیکلي(د ليسې په دوره کې مې دښوونځۍ له پروګرام سره نوره مطالعه هم کوله او ژمی خو به مې د کلي له امام څخه او يا بل ځاى ديني زده کړه کوله. په دې توګه مې د دري ژبې د نظم کتابونه :پنج کتاب،گلستان،بوستان او يوسف زليخا، د فقهي کتابونه:خلاصه، قدوري، مستخلص،کنز(صلاة او نکاح) او لومړی ټوک هدايه. په عقايدوکې: نور ظلم،ابو المنتهی او د امالي قصيده. د قرآن کريم د پنځو سيپارو ژباړه او د مشکوة شريف څه برخه،ولوستل)

استاد ریان صاحب په ۱۳۵۱ لمریز کال کې له لیسې څخه له فراغت وروسته د کانکور امتحان ورکړ چې نوموړی په کې د غزني ولایت د ټولو لیسو په سطحه اول نمره کامیاب شو او په ۱۳۵۲ لمریز کال کې یې د کابل پوهنتون کې د خپل خوښي( انجنیري پوهنځي) کې زده کړې پیل کړې.خو د هیواد څپڅپاند سیاسي وضعیت او انقلابي ضرورتونو پرې نښود چې خپله دغه د زده کړو سلسله پای ته ورسوي.

د کمونیزم خلاف مبارزه

استاد ریان د تحریکي افکارو د خپلولو او مبارزاتي ژوند د پیل په اړه لیکلي( د ليسې په دوره کې مې د کمونيست جريانونو په مقابل کې تکړه ملګري درلودل،آن دا چې ليکلي تعهدونه مو سره کړي وو.)

استاد ریان چې کابل ته لاړ نو ایله یې د هیواد په کچه د اسلام او کمونیزم تر منځ د روان پټ جنګ ټکانونه احساس کړل. دا وخت چې افغان کمونیستان تر بل هر وخت په زور او شور کې و، په وړاندې یې د اسلامپالو دوه ځوابي خوځښتونه راپنځیدلي وو. یو هغه پوهنتوني مبارزین وو چې دمصر له اخوان المسلمین نه په الهام یې لومړی زړی څو لسیزې وړاندې مرحوم غلام محمد نیازي ایښی و او دا وخت یې د هیواد په تعلیمي ادارو کې ژورې ريښې او پراخ فعالیت درلود. بل هم د دیني عالمانو او صوفیانو خدام الفرقان تنظیم و، چې بنیاد یې د کابل د قلعه جواد د حضرت صاحبانو لخوا ایښودل شوی. انجنیر صاحب کابل ته په تګ سره په ۱۳۵۱ لمریز کال کې لومړی د حضرت نورالمشائخ په عرس کې ګډون وکړ چې د خدام الفرقان تنظیم لخوا یې پروګرام جوړ شوی و.د خدام الفرقان له مبارزینو سره شناخت او تعارف ورته د مبارزې او سیاسي فعالیت روحیه ورکړه او د ده راتلونکی تګلوری یې وټاکه.

په پوهنتون کې د زده کړو په مرحله کې یې قلعه جواد ته مسلسل تګ راتګ درلود، د حضرت ضیاء المشائخ محمد ابراهیم مجددي او د خدام الفرقان د مشر حضرت محمد اسمعیل مجددي رحمهماالله سره یې همیشنۍ ناسته پاسته درلوده، چې هم ورسره د تصوف او سلوک په رشته تړلی و او هم یې د کمونیزم ضد سیاسي او دعوتي فعالیت کې د ده لارښوونه کوله.

په ۱۳۵۲ لمریز کال کې استاد ریان په کابل کې له چاپیدونکې ندای حق جریدې سره اشنایي پیدا او همکاري پيل کړه. په همدې کال یې د اسلامپالو محصلینو په هغه مظاهره کې ګډون درلود چې دبنګله دیش د بیلتون په اعتراض د کابل له پوهنتونه پيل شوه.د کابل پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي د اسلامپالو مبارزینو مهم پنډځای و، د دې پوهنځي زیاتره محصلین په فکري لحاظ له اسلامي نهضت سره تړلي وو چې وروسته یې په جهادي دوره کې مهم کردارونه ادا کړل.

په دې کلونو کې پوهنتون چې اصلا د تعلم مرکز و له خپل اصلي مسیر څخه اوښتی او د سیاسي تشنج، مظاهرو، مقابلو او مناظرو په ډګر بدل شوی و، دا چې د کمونیزم خطر حساس حد ته پورته شوی و د استاد ریان په شمول ډیری اسلامپالو د خپلو زده کړو په نسبت تحریکي کار ته ډیره توجه درلوده. شاید همدا لامل به و چې استاد ریان په پوهنتون کې له دوه کاله درس لوستلو وروسته د زده کړو سلسله پرې ښوده. په ۱۳۵۴ لمریز کال کې یې د سفرونو سلسله پیل کړه، لومړی سفر یې هلمند او تر هراته و. ورپسې له کابل څخه د ګردیز او خوست په لاره پاکستان ته واوښت، له میرانشاه د بنو په لارتر لاهوره ورسید او بیا په کوټه باندې بیرته افغانستان ته راغبرګ شو، دغه راز یې هلمند ته دوهم سفر او ننګرهار ته هم لاړ. انجنیر ریان صاحب وایي په دې کلونو کې چې دا داودخان زمانه وه او کمونیستانو بشپړ قوت درلود، حالات سخت و چې زما په شمول یې ډیر کسان مضطرب کړي وو. یو وخت مې په کابل کې خپل مرشد حضرت محمد ابراهیم مجددي صاحب ته د خپل اضطراب په اړه وویل. هغه راته وویل چې دا ذکر له هر فرض لمانځه وروسته ۱۹ ځله وایه( االنجاة یا سیدالکریم، نجنا و خلصنا بحق بسم الله الرحمن الرحیم)

انجنیر ریان صاحب وروسته ایران ته لنډ سفر درلود چې غرض یي تعلیم او خواري یا کار کول و، خو له ایران زر راغبرګ شو. د ۱۳۵۶ لمریز کال په وروستیو کې یې د عسکري خدمت موده راورسیده او د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې یې عسکري وظیفه پیل کړه.

د ثور کودتا او دوه ځله بندي کیدل

د ۱۳۵۷ لمریز کال په ثور میاشت د کمونیستي انقلاب په مهال استاد ریان صاحب په ګردیز کې د افغانستان د پوځ په لیکو کې دنده اجراء کوله.څرنګه چې دافغانستان اردو کې هم اسلامپال مبارزین فعال وو له کمونیستي کودتا وروسته چې اسلامپالو پوځیانو د ځوابي کودتا پلان طرح کړل. دغه پلان چې استاد ریان هم په کې همراز و له تطبیق وړاندې افشا او د استاد ریان په شمول ډیر طراحان یې ونیول شول. نوموړی چې د ۱۳۵۷ کال د سرطان په نهمه نیول شوی ولومړی په ګردیز کې بندي و او وروسته د کابل پلچرخي زندان ته انتقال خو دا چې نوموړی د مظنون په عنوان بندي و او کوم کره شواهد ورباندې ونه موندل شول د همدې کال د عقرب په دوهمه نیټه راخلاص شو.

له راخلاصیدو وروسته یې خپلو جهادي مخفي فعالیتونو ته دوام ورکړ او په دې مرحله کې یې همیشه د قلعه جواد له حضراتو کرامو سره لیده کاته کول. کله چې خطرات زیات شول د هغوی په امر یې پاکستان ته مخه ونیوه تر څو په پاړه چنار کې دخدام الفرقان له مهمو غړو او اوسنیو مجاهدینو ( مولوي نصر الله منصور او مولوي عبدالستار صدیقي) سره یوځای شي. د دې سفر خاطره ریان صاحب په خپل تاند رسا او روان قلم ډیره جالبه لیکلې چې یوه برخه یې درسره شریکوو.

(بله ورځ مولوي جانان، ملا لعل محمد او زه درې واړه د ګرديز په لاره د پاکستان په لور وخوځيدو. شپه مو په مشکه کې شوه چې تر څمکنیو را مخته يو علاقه داري وه. هلته داسي ښکاره کېدله چې بازار نه وي،خو د لرګيو يوه اډه وه. د بيګا ډوډۍ مو د کلي د ملاامام کره وخوړه او دا شپه مو د ملا لعل محمد په بلدتيا کې تيره کړه. شپه بده نه وه. د پکتيا ډنډکی مې په هغه کور کې وليد او وخوړ چې له و ريجو څخه تيار شوی خوراک ؤ او په منځ کې يې د غوړو ډنډؤ.

سبا له مشکې څخه په يوه لارۍ موټر کې روان شوو،تر يوه ځايه ورسيدو،دڅمکنيو بازار شاته پاته شو او په سرحد باندې له اوښانو سره تير شوو. مازديګر توتکي او ماخستن پاړه چنار ته ورسيدو. مولوي جانان ته د مجاهدينو حويلۍ معلومه وه. هغه لوري ته لاړو،په نورو سرايونو کې برق ؤ،خو ديوې دروازې په سر الکين ايښي ؤ، پوه شوم چې دا د خواري برخه د مجاهدينو ده.)

استاد ریان په پاړه چنار، پیښور، واڼه او میرانشاه کې له مجاهدینو له لیدو او مشورو وروسته د چریکي عملیاتو لپاره بیرته کابل ته راغبرګ شو. خودا ځل ورباندې حکومتي استخبارات خبر او د ۱۳۵۸ لمریز کال د جوزا په څلورمه په کابل کې داګسا لخوا ونیول شو او پلچرخي ته لاړ. د حفیظ الله امین په دور کې چې مجاهدین یې ژوندي نه پریښودل په استاد ریان د اعدام فیصله ووته او سر ته یې حتمي خطر متوجه شو، خو په دې میان کې کارمل له شورویانو سره په ګډه د امین تخته چپه کړه او د کار مل دحکومت د عمومي عفوې په پایله کې استاد ریان هم د همدې کال د جدي په ۲۱ مه نیټه له زندان څخه ازاد او له خپلې کورنۍ سره یې پيښور ته هجرت وکړ.

قلمي جهاد او بیلابیل جهادي وظائف

د روس ضد جهاد په دور کې استاد ریان په پیښور کې( چې هغه مهال د جهادي تنظیمونو مرکز و) اوسیده. دلته یې له تصنیف او لیکوالۍ واخله، تر فرهنګي، اداري او تعلیمي خدمتونو بیلابیل وظائف ترسره کړل څو ځله خو هیواد ته هم لاړ او په عین حال کې د خپل کور او اولاد د پاللو مسؤلیت یې هم په غاړه وه.

په جهادي تنظیمونو کې یې لومړنۍ وظیفه د متحدحرکت تنظیم د دعوت او ارشاد دفتر د منشي په حیث پیل کړه،ورپسې د حرکت فرهنګي برخې ته لاړ او د هدایت الاسلام جریدې مسؤل شو.همدلته یې ترفیع وکړه او د متحد حرکت دفرهنګي کمیټې مرستیال تعین شو. کله چې د حرکت تنظیم پرلپسې انشعابونه وکړل په دې لړ کې نوموړی دمولوي محمد نبي محمدي صاحب له حرکت نه بیل او د پخوانۍ ملګرتیا په پاس د مولوي نصر الله منصور سره ملګری شو.

په ۱۳۶۰ لمریز کال کې چې تنظیمونه د اتحاد اسلامي په ټغره سره رایوځای شول، استاد ریان په دې اتحاد کې د فرهنګي شوری غړی و او ورپسې د مطبعې آمر وټاکل شو.د اتحاد له ړنګېدو وروسته نوموړی بیاله شهید مولوي منصور صاحب سره پاته شو. خو دا چې د هغه تنظیم له پاکستان او امریکا سره رسمي نه و او دومره امکانات ورته نه رسیدل چې خپل مجاهدین اکمال کړي نو یې مجاهدینو ته اجازه ورکړه چې په نورو تنظیمونو کې خدمت وکړي. په دې لړ کې استاد ریان د محاذ ملي تنظیم کې خدمت پیل کړ او د فرهنګي کمیټې غړی شو.

په ۱۳۶۶ لمریز کال کې په ایران کې د شهید منصور صاحب د حرکت فرهنګي نماینده وټاکل شو او یو کال بعدچې په پيښور کې دمجاهدینو عبوري حکومت جوړ شو ریان صاحب پیښور ته راغبرګ شو او د عبوري حکومت په فرهنګي بخش کې دتاریخ د انجمن دتحقیق د کميټې غړی شو.په ۱۳۶۹ لمریز کال کې یې امریکا ته دژورنالیزم دزده کړې لنډ تعلیمي سفر درلود. په ورپسې کال کې یې د تاریخ انجمن نه استعفی وکړه او دمولوي نصرالله منصور صاحب دحرکت په تنظیم کې د فرهنګي کميټې مسؤل تعین شو چې لومړنی کار یې دندای حق جریدې او خدام الفرقان مجلې د نشراتو پیلول و چې ډیره برخه مضامین یې پخپله لیکل او مرتب کول. د کمونیزم ضد جهاد له بریاوروسته استاد ریان صاحب دمجاهدینو په کاروان کې له پيښوره کابل ته لاړ او د سرې میاشتې په ریاست کې یې دنده پیل کړه. خو داخلي جنګونو له سیاسته خواتوری کړ، دنده یې پريښوده په غزني کې خپل کلي ته لاړ او وروسته یې دغزني په مشهوره مدرسه جامعه نورالمدارس فاروقیه کې طالبانو ته د عصري علومو تدریس پیل کړ.

په اسلامي امارت کې خدمتونه

استاد عبدالله ګل ریان صاحب چې الله تعالی یې په خټه کې فطرتا د فرهنګي جهادي خدمت مینه ځای کړې وه، د تنظیمي دوران دمایوسیو په تورتم کې یې چې کله په کندهار کې داسلامي امارت د قیام غږ تر غوږو شو نو په ډیره تلوسه او عجله یې ځان کندهار ته ورساوه او د اسلامي امارت په صفوفو کې یې خدمت پیل کړ. نوموړي د خپل ذوق او مسلک په رعایت سره د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې کار پیل کړ. پیل یې د خلافت مجلې له چاپ څخه وکړ چې نوموړی یې مسؤل مدیر و او د طالبانو د تحریک لومړنۍ مجله بلل کیږي.د خلافت مجلې د لومړیو ګڼو د مضامینو له ارزولو را معلومیږي چې د مضامینو د لیکلو ډیر کار د استاد ریان په غاړه وه، په خلافت سربیره یې طلوع افغان او د اسلامي امارت نورو اخبارونو او مجلو ته هم مطالب لیکل. نوموړی وروسته دکندهار پوهنتون رئیس وټاکل شو او بیا په کابل کې د طب د انستیتیوت رئیس او ورپسې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت د ۴ سیاسي ریاست رئیس وټاکل شو چې د امریکایي یرغل تر مهاله یې همدا دنده ترسر کړه.

له امریکایي یرغل وروسته

د اسلامي امارت د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې استاد ریان چې په کابل کې یې وظیفه درلوده کور یې هم په کابل کې و. د امریکایانو د بمبار له پیل وروسته یې کور خپل اصلي ځای د غزني قره باغ ته انتقال کړ او خپله هغه وخت له کابله ووت کله چې طالبانو کابل پريښود. څو میاشتې د غزني په قره باغ کې واوسید او بیا یې د ژوند دوهم هجرت ته پیل کړ او دا ځل دپاکستان کراچۍ ښار ته لاړ.

په کراچي کې اګر کې دهجرت او غربت ستونزو ربړولی و خو حوصله یې ماته نه شوه، ډیر زر یې له څو نورو ملګرو سره په همکارۍ دامریکا ضد جهاد لومړنۍ جهادي نشریه( عزم مجله) پیل کړه، د عزم مجلې د چلولو په جرم ورباندې پاکستاني عسکرو چاپه ووهله چې خپله استاد ریان خلاص خو دوه تنه ملګري یې بندیان شول. وروسته له کراچي څخه کوټې ته لاړ او هلته یې له خپلو ځوانو او روښانه زامنو سره په ګډه د ژباړې، کمپوز او تألیف اداره جوړه کړه. چې په دې همدې مرحله کې یې نږدې ۲۲ کتابونه او رسالې له اردو څخه پښتو ته وژباړل چې زیاتره یې د حنفي فقهې د احکامو اړوند کتابونه وو.

په ۱۳۸۸ لمریز کال کې یې د اسلامي امارت د معارف او لوړو زده کړو په کمیسیون کې کار پیل کړ او د دې کمیسیون د نصاب جوړولو د بورډ غړی و چې وروسته یې د ابتدائي صنفونو د پښتو کتابونو د ترتیب مسؤلیت پر غاړه و. مرحوم استاد ریان په همدې موده کې د لیکوالو، فرهنګیانو او د قلم او کتاب د پالونکو یوه غوره او خواخوږۍ لارښود هم و. د نوموړي کور د علم او ادب هغه نغری و چې همیشه به ورباندې د ادب او قلم مینه وال راغونډ وو او د استاد ریان له پرمحتوا مجلس به یې خوند اخیست. استاد ریان به همیشه ویل چې دعمر یو ارمان مې د داسې تعلیمي ادارې تأسیس دی چې عصري او دیني علوم پکې هم مهال تدریسیږي، په داسې ډول چې د ۱۲ صنف یا درجې فارغ یې هم د پوهنتون کانکور ته آماده وي او هم د دیني تعلیمي سلسلې وړې دورې ته رسیدلی وي. استاد ریان دهمدې ارمان او هدف په تلوسه په وروستیو کې د دارالحکمت په نوم یوه ابتدائي مدرسه جوړه کړه خو دا اداره ایله دوه کلنه وه چې استاد ریان د معدې د سرطان په ناروغۍ مبتلا او د ۱۳۹۵ لمریز کال د ثور د میاشتې په ۹ مه نیټه یې د اجل داعي ته لبیک ووایه. انا لله وانا الیه راجعون

د استاد ریان لیکلي آثار

استاد ریان که څه هم له نوم سره یې د انجنیر مختاړی (پیشوند) ذکر کېده خود ژوند په عملي ډګر کې هغه لیکوال و چې څلویښت کاله یې د قلموالۍ سوچه مسلک په پوره امانت او متانت وپاله. استاد ریان چې مقالې لیکل یې له تاندې ځوانۍ پيل کړي و. لومړنۍ رساله یې په ۱۳۵۹ لمریز کال کې په پیښور کې چاپ شوه چې سرلیک یې و(شمۀ از شکنجه های مشهود درمحابس افغانستان) له هغه وروسته یې د کتاب لیکلو او ژباړې سلسلې ته د ژوند تر پایه دوام ورکړ چې په دې سلسله کې یې ګڼ شمیر کتابونه تصنیف او ترجمه کړل .

د نوموړي لخوا لیکل شوي چاپي آثار په لاندې ډول دي.

شمۀ ازشکنجه های مشهود درمحابس افغانستان

مارکسستها چه کردند؟

چي وموليدل، نو ومومنل

اسلامي علمي نهضت

نبوي ژوند سیرة النبي

زرينه لړۍ

د ژوند راز اودخاطراتوجهان

مسلمان ساينس پوهان

څرنګه مطالعه وکړو او څرنګه امتحان ورکړو؟

د افغانستان تاريخ ته ځغلنده کتنه

هغه لیکلي آثارچې چاپ ته تیار دي او لا چاپ شوي نه دي.

مسلمانه ميرمن

فلسطين دتاريخ په اوږدوکې

طالبان دافکاروپه تله کې

روح او روحيات

زه زما په قلم (د ژوند یاداښتونه او خاطرې)

لکه وړاندې چې وویل شول پر دې سربیر استاد ریان لسګونه نور آثار ژباړلي هم دي. دغه راز یې د هجرت، جهاد او اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال په ۳۵ بیلابیلو مجلو کې په اصلي او مستعارو نومونو لیکنې هم خپرې شوي دي او د ګڼو لیکوالو په کتابونو یې سریزې کښلې دي.

استاد ریان یو الګو شخصیت

حافظ نور احمد سعید صاحب زموږ د اوسني جهادي پېر یو وتلی او برلاس لیکوال دی، پورتنی عنوان نوموړي هغې مقالې ته ټاکلی و چې د مرحوم انجنیر عبدالله ګل ریان صاحب د وفات په مناسبت یې لیکلې وه. حافظ سعید صاحب خپله د قلموالۍ برخه او د لیکوالۍ استعداد د استاد ریان صاحب سره د شناخت او د هغه د ترغیب او مرستې نتیجه ګڼي او لیکي: تقریبا یوه لسیزه وړاندي له خواږه ملګري باختر میوندوال صاحب سره داستاد ریان کورته ولاړم،په لومړني ملاقات کي مي د استاد مهرباني،اخلاص او د ځوان کهول د روزنې حرص حس کړ،څه وخت وروسته مي استاد ته دلیکني په نوم څو کرښې د اصلاح په موخه وړاندي کړې،استاد غلطۍ راته اصلاح کړې،خو ورسره یې ډير زیات تشویق کړم، ورپسې مي یوه بله ماته ګوډه لیکنه وښوده،استاد زما د هڅوني په موخه لیکنه دومره خوښه کړه، ویل یې بس هیڅ کمی پکي نشته، دنشر وړ ده، څرک مجلې ته به یې د خپریدو لپاره واستوم، کله چي مي په څرک کي خپله لیکنه ولیده، ډیر خوشحاله شوم،لیکنه چي مي ولوستله دوې درې تیروتني چي زه نه پرې پوهیدم، استاد راته اصلاح کړې وې او بیا یې اصلاح شده لیکنه مجلې ته لیږلې وه.

ورپسې مي د استاد د لارښونو، مشورو او هڅوني له برکته په ځینو خپرونو کي دنشر لپاره دڅه لیکلو زړه وکړ، که کومه لیکنه مي د مهربان خدای جل جلاله په حضور کي مقبولیت ومومي،الله تعالی دي مو ټولو کړنو اوهڅو ته د خپل بې مثاله فضل اوکرم له مخي د قبول شرف ورپه برخه کړي، باوري یم چي په ثواب کي به یې داستاد ریان ځانګړې برخه موجوده وي.

لکه حافظ سعید صاحب چې لیکلي استاد ریان صاحب واقعا یو الګو شخصیت و،د نوموړي بې تکلفه ژوند،له علم، تمدن او فرهنګ سره مینه او ورسره پټه تقوا، للهیت او استغنا هغه څه و چې د یوه روښانه او کامیاب ژوند لپاره سرمشق بلل کیدای شي.

له استاد ریان صاحب سره د اوږده تعارف په مهال مې کله هم په هغه کې د مال او مادیاتو شوق نه دی لیدلی.هغه د میلمه پالنې، مروت او استغنا یو داسې خاصیت درلود چې په نن زمانه کې به یې بیلګې ندرتا پیدا کیږي. د هغه هر مجلس یو درس و او ډیر څه ترې زده کیدلای شوای. لکه حافظ سعید صاحب چې لیکي: له مرحوم استاد څخه مي د ټولنیز ژوندانه په اړه داسي څه زده او اوریدلي چي دژوند په مختفلو برخو کي یې ګټه راته کړې ده،له استاد څخه مي په هره ناسته کي پر ادبي،تاریخي،جهادي او مذهبي موضوعاتو بیل بیل بحثونه، تحلیلونه اونوي خبري اوریدلي دي، د بېلګې په توګه ددې لیکني پر مهال چي مي ذهن ته راځي،استاد ویل چي نوی ساینس له دین سره ټکر نه لري،خلګ چي تېر وتلي دي چي ساینس له دین سره په مخالفت تعبیروي،فقط دومره توپیر پکي شته چي دین کائیناتو کي دعدم او وجود،تخلیق او تکوین حکمت بیانوي، اما ساینس بیا دهمدې شیانو علت توضیح کوي.

مولوي شمس الله کمالزده صاحب چې څو لسیزې پخوا هغه وخت چې استاد ریان د کابل پوهنتون محصل و کمالزاده صاحب په کابل کې د خدام الفرقان تنظیم د ندای حق په جریده کې کار کاوه او له هغه وخته یې استاد ریان پیژاند وایي: انجنیر صاحب واقعا متدین او مخلص شخصیت و، ټول ژوند یې ددین په خدمت کې تیر کړ، د مال او منصب حرص یې نه درلود. د جهاد په وخت کې چې په پیښور کې اوسیده د مجاهدینو ډيره میلمه پالنه یې کوله، د میړانې او سخاوت ډير غوره صفات یې درلودل. الله تعالی دې رحمتونه ورباندې وکړي.

لیکوال او مبصر عبدالرحیم ثاقب صاحب چې استاد ریان یې له ډیر پخوا پیژاند د نوموړي په اړه په خپلو تأثراتو کې لیکي(د استاد ریان ژوند ډیرې ځانګړتیاوې لرلې ، لومړنۍ هغه یې داوه چې ټول عمریې د اسلام او جهاد له نوم څخه ناوړه استفاده ونه کړه ، له مخلوق څخه استغناء او بي طمعي یې د ژوند اساسي مشخصه وه.

مرحوم استاد (ریان) په واقعیت سره چې د زُهد، تقوا ، فضیلت، ریاضت او سپیڅلتیا نمونه و، ژوند یې پاک، سلوک یې پاک، اخلاق یې پاک اوعمل یې پاک و، ولا نزکي علی الله احدا

نوموړی په لاهور کې د سرطان د وژونکې ناروغۍ له امله د روغتون پر بستر پروت و چې د کشر زوی بشیر احمد ریان د شهادت بوږنوونکي واقعه یې رامنځته شوه، ما دا زړه نشوای کولای چې نوموړي ته په هماغه حالت کې د بشیر احمد د شهادت تسله ووایم ،خو چې کله مي په ټلیفون ورسره خبره پیل کړه نو په دې اړه ده ماته ډاډګیرنه راکوله ، په ډیر جرأت سره یې د هغه دشهادت مبارکي راته ویله، او دا شهادت یې د ځان او خپلې کورنۍ لپاره یو تر ټولو لوي ویاړ باله)

د استاد ریان د ژوند وروستۍ ابتلاء د نوموړي د ځوان، صالح او بااستعداده زوی بشیر احمد ریان شهادت و چې په ډيره بي دردۍ حکومتي استخباراتو د کندهار پوهنتون له صحن څخه اختطاف کړ او وروسته یې په زندان کې شهید کړ. خو استاد ریان له دې مصیبت سره هم په ډير متانت مخامخ شو، په داسې حال کې د سرطان په ناروغۍ مبتلا او روغتون په بستر پروت و د زوی د شهادت په اړه یې داسې څرګندونې وکړې.( د سرطاني لومړني تومور دبیماري د درملني په هیله او دډیرو ټیستونو او سکینونو په ګڼه ګوڼه کي،نژدي یوه میاشت په لاهور کښي پاته شوم.کشرزوی مي – بشیر احمد ریان – په کندهار کي بندي و.مشر زوی مي -عبدالواحد ریان – تل دهغه د ژر خلاصون تسلاء راکوله.

دمسافري یوه ورځ – د۱۳۹۵هش کال، د حمل دمیاشتي اتمه ڼیټه- مازدیګريي دایمان او توکل په رڼا کښي،په لوڅو او لنډو تورو راته وویل: د تقدیرخبره ده، بشیرشهید سوی دی .دانساني عاطفي په غوښتنه مي بدن ولړزید خو د – انا لله وانا الیه راجعون – مبارکو تورو په تکرار مي اختیار پردی نشو.له ځان سره مي وویل :که زه دکمونستانو په بند کښي چي په اعدام محکوم شوی وم ،شهید کړای شوی وای،بشیراحمد څه چي يو زوی به مي هم نه و.یا که اوس، خدای مکړه ،دا شهید زوی مي، په داسي مرګ مړ شوی وای چي په دعا او فاتحه يي شرمیدلای، بیا به مو څه کول،اوس خو الحمد لله هغه د عزت مړینه يي په برخه شوه چي هرمسلمان يي دځان لپاره غواړي)

الله تعالی دې په مرحوم استاد ریان او شهید بشیر ریان دواړو رحم وکړي او موږ ته دې هم همداسې عزتمند ژوند او تر مرګه په حق استقامت رانصیب کړي.

آمین یا رب العلمین

۱۳۹۶ لمریز کال څيله، د سلواغې ۱۴ مه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button