د کندهار د بولدک د پروني برید وروستي جزئیات

عزم(پنجشنبه، ۱۷مه، کب، ۱۳۹۶)

تير ماښام د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ پر امنيه قوندانۍ او کنډک شاهرا باندي څلور تنو بريدګرو بريد کړی چې افغان عسکرو او پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې

ويل کيږي چې په ياد بريد کې څلور تنو بريدګرو برخه اخستي وه او بريدګرو د سرحدي پوليسو له يونيفورم څخه استفاده کړه وه،

بريد چې تير ماښام ۸ بجي پيل شوی وو نن سهار ۷ بجي مهال د بريدګرو په وژلو سره پای ته رسيدلی

د کندهار امنيه قومندان ضياء دراني رسنيو ته ويلي بريدګرو د سپين بولدک ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ په لومړی دروازه کې بريد کړی او زياته کړي چې په بريد کې دري ملی پوليس وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي.

له سيمي څخه يو تن عيني شاهد ( عزم ټکي اورګ ) ته وويل چې بريدګر څلور تنه ول لومړي بريدګر له منفجره موادو څخه ډک خپل موټرسايکل ته د قومندانۍ په ورودي دروازه کې چاودنه ورکړه او پاتي دري بريدګر قومندانۍ ته دننه ننوتل او له عسکرو او پوليسو سره يې نښته پيل کړه .

طالبانو د ياد بريد مسئوليت منلی او وياند يې قاري يوسف احمدي د يوې اعلاميې په خپرولو سره زياته کړي په قومدانۍ کې تر ۱۰۰ پوري عسکرو او پوليسو ته د مرګ ژوبلي رسيدلي او همداشان يې په اعلاميه کې زياته کړي چې ددوی يو بريدګر د( ممتاز ) په نوم نفوذي وو د ۷ مياشتو راهيسي د عسکرو ليکو ته ورغلی وو او په قومندانۍ کې ښه بلد وو .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button