د کندز هوایي میدان پروژه کې ۵۰۰۰ لکه افغانۍ اختلاس شوی دی

عزم: ۱۳۹۶/۱۲/۲۲- کندز کې ولسي استاځي شکایت کوي چې ددط ولایت د هوایی میدان له پروژې ۵۰۰۰ لکه افغانۍ اختلاس شوی دی.

د کندز د ولايتي شورا رئيس محمد يوسف ايوبي پدې هکله وایي، هوايي ډګر په اساسي ډول نه دی رغول شوی او د کار کيفيت يې ډير ټيټ دی.

ایوبي شکایت کوي چې څه ډول چې ټاکل شوې وه کار نه دی شوی بلکې سرسري تیرویستل شوی دي.

نوموړی غوښتنه کوي چې د کندز هوايي ډګر دې په معياري ډول ورغول شي.

د دې ولايت د شورا منشي فوزيه یفتلي بیا وړاندیز کوی چې اړوندې ادارې دې د هوايي ډګر د بيا رغونې څېړنه وکړي او د پروژې پلي کوونکو سره دې قانوني چلند وکړي.

د کندز هوايي ډګر د دوه نيم کيلو متره په اوږدوالي له تجهيزاتو او ترمينل سره بيا رغول شوی او چارواکي وايي چې ژر به ترې نړيوالې او داخلي الوتنې پيل شي.

تر اوسه د کندز په هوايي ډګر کې يواځې پوځي الوتنې کیږي خو د طالبانو له بریدونو د خوندی کولو په موخه به ملکي کارونه هم ترې پیل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button