سرپل: د داعشیانو ۲قومندانان او ګڼ وسلوال طالبانو ته واووښتل

عزم: شنبه/۱۳۹۷/۱/۴- د هیواد شمالي ولایتونو سرپل او جوزجان کې د داعشیانو دوه قومندانان ګڼو وسلوالو او پوځي تجهیزاتو سره طالبانو ته واوښتل.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ کې د داعشیانو قومندان قدرت الله خپلو لس تنو ملګرو او وسلو سره طالبانو سره ملګري شول.

همداراز، د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې د داعشیانو مهم مشر سید کمال الدین طالبانو ته واووښت.

طالبانو د داعشیانو د تسلیمۍ پخلی کړی او زیاتوي چې د حقائقو په درک کولو سره یاد کسان “اسلامي امارت” سره ملګري شول.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یادو کسانو خپلې وسلې هم طالبانو ته سپارلې، او د وفادارۍ کلک تعهد یې وکړ.

د طالبانو په وینا، تسلیم شويو داعشیانو تمه ښودلې چې نزدې ورځو کې ددې سیمې یو شمیر نور داعشیان هم طالبانو ته واوړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button