د وژل شوې نجلۍ پلار: پوليس مې مجبوروي چې د لور له قاتلانو سره جوړه وکړم

لیکنه: فروتن

هغه وړه ماشومه چې پرون د کندهار ښار د ده خوجې په سيمه کې په ډېره بې رحمۍ وژل شوې وه، نن د خپلې کورنۍ لخوا خاورو ته وسپارل شوه.

دا نجلۍ نجيبه نومېده، د ۱۹ مياشتو وه او د خان ګل لور ده. که څه هم د خان ګل د لور د وژنې خبر په ګڼو رسنيو کې خپور شو خو د وژنې انګېزه يې لا هم روښانه نه ده.

د نجلۍ پلار وايي چې ګاونډيانو يې ورته ويل چې ته غريب او موږ پخپله سيمه کې ستا غوندې څوک نه پرېږدو ځکه په ګاونډيتوب دې شرمېږو و.

ددې لپاره چې د پېښې په اړه نور معلومات پيدا کړو او د خان ګل له هغو ګاونډيانو سره چې د نوموړي د لور په وژنه تورن دې له نژدې خبرې وکړو، مازيګر ناوخته له دوو نورو خبريالانو سره د خان ګل د کور په لټه روان شو.

له ډېرو پوښتنو وروسته مو د خان ګل کور پيدا کړ. په دې وخت کې هغه چې تازه يې خپله لور خاورو ته سپارلې وه په مخه راغی.موږ پوره هڅه وکړه چې ددې موضوع ټول اړخونه وڅېړو او اصلي کيسه معلومه کړو خو متاسفانه بریالي نه شو.

د خان ګل کور د ده خوجې د سيمې په هغه تنګه کوڅه کې موقعيت لري چې د ګالک جومات ته نژدې پرته ده.

په دې کوڅه کې شاوخوا شپږ کورونه دي. د کوڅې په پای کې يو سوپ دی او د خان ګل کور د همدې سوپ په اخر کې کيڼ لاس ته پروت دی.

د هغه په وينا د کوڅې ټول اوسېدونکي سره خپلوان دي او يوازې دی پکې پردی دی.د څلورمې حوزې د دوو تنو پوليسو په ملګرتيا کوڅې ته ورغلو.

خان ګل د هغه د يوه ګاونډي د کور مخ ته د وينو هغه څاڅکې راوښودل، چې د نوموړي په وينا د هغه د لور نجيبې دي. کله چې مو د وينو عکسونه اخيستل د دوی يو ګاونډی ځوان ورته کښېناست، ويل يې دا ويني نه دي، کيچپ دی. ما ورته وويل څه پوه شوې؟ بوی دې کړې او که دې وڅکلې؟. د وينو او کيچپ خو لوی توپير دی، دا له ورايه ښکاري چې ويني دي. دی هم نور چوپ شو. د کور مخ ته ګڼ ځوانان ولاړ ول. له هر يوه نه به چې مو پوښتنه وکړه ويل موږ نه يو خبر. سهار ځو، ماښام راځو.

خان ګل وايي چې د خپلو ګاونډيانو په خلاف يې د څلورمې حوزې ماموريت ته عريضه کړې وه. پوليسو پرون درې کسان ونيول خو بيرته يې خوشې کړل او د سهار لمانځه پر مهال مې په جومات کې پخپلو سترګو وليدل.

د خان ګل په وينا کله چې د حوزې پوليسو دا کسان خوشې کړل بيا مې د کندهار امنيه قوماندانۍ ته عريضه وکړه. ددې تر څنګ په ګڼو رسنيو کې زما د لور د وژنې د خبر تر خپرېدو وروسته پوليسو دا کسان بيرته ونيول.

نن ماسپښين شاوخوا درې بجې د څلورمې حوزې مسئولينو وروغوښتم. قوماندان راته ويل چې تا ولې امنيه قوماندانۍ ته عريضه کړې؟ دا دې سم کار نه دی کړی. دلته له دې خلکو سره جوړه وکړه او دا خبره دلته ختمه کړه. موږ به يو روژه مات يو شی درته پيدا کړو. د نوموړي په وينا د حوزې پوليس د هغه د لور په قتل تورنو ګاونډيانو سره مرسته کوي او دی مجبوروي چې له هغوی سره روغه وکړي.

په کوڅه کې چې د خان ګل څومره ګاونډيان ولاړ ول ټولو يې همدا ويل چې دلته څوک نه دي خبر تاسې حوزې ته ورشئ هغه به ټول معلومات درکړي. په داسې حال کې چې دا خلک د يوې ماشومې نجلۍ په بې رحمانه او ظالمانه وژنه تورن دي خو ددې پر ځای چې له پوليسو يا حوزې وډار شي موږ ته يې په ټينګار ويل چې حوزې ته ورشئ.کله چې يقيني شو چې دلته څوک معلومات نه راکوي، له کوڅې راووتو. د کوڅې په خوله کې مې له څو ماشومانو سره خبرې وکړې. يوه راته وويل چې هغه نجلۍ د انور اولادونو ووژله. ددې ماشوم ويډيو مې اخيستې خو خپروم يې نه. ځکه وېرېږم، هسې نه چې له خپرېدو وروسته دا ماشوم هم د نجيبې په برخليک اخته نکړي. کله چې موږ د کوڅې په خوله کې له ماشومانو سره خبرې کولې، خان ګل او ګاونډيان يې د هغه کور مخ ته چې وينې پرتې وې سره راټول ول او په لوړ اواز يې خبرې کولې.

هغه دوه پوليس چې زموږ سره د کوڅې په خوله کې ولاړ ول، يوه يې بل ته وويل چې ورشه دا خلک د نجلۍ پلار زوروي.

دې ټول حالت ته په کتو سره داسې ښکاري چې د حوزې پوليس په يو نه يو ډول د خان ګل د ګاونډيانو ملاتړ کوي. خو يو کار چې موږ تاسې په ځانګړي ډول د فيسبوک ملګري يې کولی شي هغه دا دی چې ددې مظلومې کورنۍ غږ تر هر ځايه مو چې په وسه وي ورسوو. زه باور لرم، چې باالاخره به حکومت تر فشار لاندې راځي. قاتلين به پيدا کوي او د قانون منګولو ته به يې سپاري.

هيله ده زموږ د دغه مظلوم هېوادوال د غږ په اوچتولو کې فعاله ونډه واخلئ.

مننه

فروتن

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button