هلمند: د شوراب هوایي ډګر ترڅنګ امنیتي ځواکونو څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې

 

عزم(دوشنبه، ۶ وری ۱۳۹۷) د هلمند ولایت د شوراب د میدان هوایي تر څنګ په یو فیلډر موټر باندې امنیتي ځواکونو برید وکړلو.

یاد فیلډر موټر کې څلور تنه سپاره وو دوه تنه یې نارینه یوه ښځه او یوه ماشومه وه چې نارینه د مخې سیټ کې دواړه وژل شوي، زنانه او ماشومه ټپیان شوي چې دا مهال د لشکرګاه روغتون ته وړل شوي.

د هلمند چارواکیو یاد کسان طالبان بللي او ویلي یې دي چې اسلحې یې هم ورسره په موټر کې نیولي دي.

د سیمې خلکو بیا دغه ټول ملکیان بللي او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه کله وپوهیدل چې وژل شوي ملکیان وو اسلحې یې ورسره کیښودلې او انځورونه یې ترې اخیستي.

طالبانو هم د امنیتي ځواکونو خبره رد کړې او ویلي یې دي چې یاد کسان د دوی ملګري نه بلکې ټول ملکیان دي او دوی پورې هیڅ تړاو نلري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button