رسنۍ: عربي هیوادونه فلسطین کې د «حماس» له منځه وړل غواړي

عزم:۱۳۹۷/۱/۱۷- د امریکا وال سټریټ جورنال مجلې پرده پورته کړې چې مصر او خلیجی هیوادونو په دوه خبرو اتفاق کړی دی.

د مجلې په وینا، لومړی دا چې د فلسطین «حماس» اسلامي جهادي ګوند غزه کې ترستوني ونیسي ترڅو ددې سیمې واک بیرته د فلسطینې دموکراته بیواکه حکومت ته وسپاري.

او دویم هدف د مجلې په وینا، عربی حکومتونه غواړي چې حماس تنظیم بیخي له منځه یوسي، خو اسرائیل پدې بسنه نه کوي.

یوه میاشت وړاندې امریکایي او اسرائیلي عسکرو د حماس ضد عملیاتو تمرینات هم ترسره کړل.

شنونکي پدې نظر دي چې که حماس ګوند له منځه لاړ شي نو اسرائیل کولی شي په یوه ورځ عربي هیوادونه له جنګ پرته ونیسي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button