ننګرهار: یو تن خپله مور، پلار او میرمن وژلي

 

عزم(سه شنبه، ۲۰ وری ۱۳۹۷) د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند عبدالحق مینه کې یو تن خپله مور، پلار او میرمن وژلي.

د ننګرهار د والي سرپرست ویاند نوراحمد حبیبي د پیښې د تائید ترڅنګ ویلي چې د دغې کړنې عامل یې نیولی او تر پوښتنو ګرویږنو لاندې ده.

نوموړی ویلي چې د دې پېښې عامل نورمحمد له اصله د شیرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې اوس مهال د ننګرهار ښار کې میشت دی.

هغه ويلي دي چي قاتل اعتراف کړی دی چې خپله مېرمن، مور او پلار یې وژلي دي.

چارواکي وايي، امنیتي ادارې دا قضیه په دقیق ډول تر څارنې لاندې نیسي او له څېړلو وروسته به عامل د قانوني کړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button