د لوګر چارواکي: ډګرمن عبدالوهاب ووژل شو، عملیات ناکام شول

عزم: ۱۳۹۷/۱/۲۶- د لوګر چارواکو ومنله چې د طالبانو د ماين چاودنه کې د ملي اردو يو قومندان وژل شوى او درې سرتېري ټپيان شوي دي.

طالبانو د یوې خبرپاڼې  له لارې ویلي چې پرون ماسپښین یې حکومتي عملیات ناکام او د قومندان عبدالوهاب په ګډون ۴ سپیشل فورس عسکر ووژل.

د لوګر ولایت وياند سليم صالح مني چې، د ملي اردو د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قومندانۍ د لومړني کنډک د قومندان ډګرمن عبدالوهاب موټر په آبچکان(اوچکان) سيمه کې، د خښ شوي ماين ښکار شوی دی.

ویاند زياتوي، په دې پېښه کې نوموړی قومندان وژل شوى او درې سرتېري ژوبل شوي او ددوی د سپرلۍ رينجر موټر هم له منځه تللى دى.

سلیم صالح ادعا کوي چې دغه سرتېري آبچکان ته د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو لپاره د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې د مرکز له پرانيستل کېدو وروسته، بېرته را روان وو چې ماين پرې چاودلى دى.

خو طالبان وایي چې یوه لویه پوځي قوه د عملیاتو لپاره سیمې ته ورغلې وه او هغه مهال بیرته له ډاره په شاه شوه چې کله یې د قومندان عبدالوهاب په ګډون ۴کمانډو عسکر ووژل شول.

طالبان وایی چې له چاودنې وروسته عسکر د خپلو مړو په ټولولو او غم کې بوخت او په شا شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: