ولسي جرګه: حکومت دې د پاکستان په خوښه جنرال رازق له دندې نه ګوښه کوي

 

عزم(دوشنبه، ۲۷ وری ۱۳۹۷) د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل، چې جنرال رازق دې د لرې کیدلو پر ځای باید وستایل شي، هغه کندهار د امنیت لپاره ډیر څه کړي.

د یادې جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي و ویل داسې اوازې شته چې نوموړی له دندې ګوښه شي خو حکومت باید داسې پریکړه ونکړي.

ابراهیمي و ویل پاکستان له افغان حکومت غوښتي چې نوموړی له خپلې دندې لرې کړي، خو هغه وایي حکومت باید د پاکستان په خوښه هغه لرې نکړي.

نوموړي و ویل رازق د هغو کسانو له ډلې دی چې د پاکستان پلانونه یې شنډ کړي دي باید وستایل شي.

د ملي یو والي حکومت له لومړي سره له داسې ننګونو سره مخ ده او په لومړیو کې ولسمشر غني چې پاکستان ته سفر وکړو د دوی په غوښتنه یې د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل له دندې ګوښه کړلو.

همدا راز فاروق وردګ له یو راز پرده پورته کړه چې ګواکې حکومت د ډیورنډ کرښه په پاکستان پلورلې او هر سرحد کې لا نور هم له کرښې اوښتي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button