بغلان: د قدرت الله «ذکي» په کاروان برید مرګ ژوبله اړولې ده

عزم: ۱۳۹۷/۱/۲۷- نن ناوخته ماسپښین د بغلا ولایت په «مرکزي بغلان» ولسوالۍ کې د ولسي جرګې وکیل قدرت الله ذکي په موټریز کاروان برید شوی دی.

د تفصیلاتو له مخې، دغه برید کې د کاروان ساتونکو عسکرو او خپله ذکی ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د بغلان د امنیه قومندانۍ  ویاند ذبیح الله شجاع وایي، په ولسي جرګه کې د تخار ولایت استاځی قدرت الله ذکي کندز ته روان ؤ، چې د مرکزي بغلان په چهارشنبه تیيه سیمه کې د طالبانو په کمین ور برابر شو.

شجاع وایي چې، دغه نښته کې د وکیل قدرت الله ذکي موټر زیانمن شوی او ساتونکی یې ټپي شوی، خو د تېښتې پرمهال د نوموړي ساتونکو درې تنه عام خلک په موټر وهلي، چې یو تن یې وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو ددې برید پړه منلې او زیاتوي چې د ذکی ۳ ساتونکی وژل شوی او پخپله ذکی سخت زخمي دی.

که څه هم «عزم» له برید وروسته د کاروان د موټرو انځورونه ترلاسه کړي، خو دا نه مالومیږي چې څومره مرګ ژوبله پیښه شوې ده.

ځینې انځورونه دلته کتلی شئ.

خ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button