جیمز کومي: ټرمپ له اخلاقي پلوه د ولسمشرۍ وړ ندی

 

عزم(سه شنبه، ۲۸ وری ۱۳۹۷) د امریکا د متحدو ايالتونو د اېف بي ای پخواني مشر جېمز کومي ویلي چې ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره اخلاقي وړتيا نه لري.

کومي له اې بي سي تلویزون سره په وروستی مرکه کې پر ټرمپ ادعا کړې، چې ولسمشر ټرمپ له ښځو سره داسې چلند کوي لکه د غوښې ټوټې چې وي.

نوموړی تېر کال د ټرمپ له لوري د اېف بي ای له مشرۍ لرې شو.

کومي ویلي: ټرمپ ډیرې ستونزې لري، هغه رښتينولۍ او صداقت ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او له اخلاقي پلوه د ولسمشرۍ جوګه نه دی.

د کومي د دغو خبرو وروسته ټرمپ هم بې ځوابه نده پاته شوی او هغه يې ډېر دروغجن سړی بللی دی.

داسې هم ویل شوي چې کومي نوی کتاب جوړ کړی چې (خورا مهمه ژمنتیا: حقیقت، درواغ او مشري) چې د ټرمپ له واک ته رسیدو وروسته یې د امریکا مهمې پیښې یادې کړي او پر ترمپ یې زیاتې نیوکې پکې کړي هغه ته یې د کمپاین کولو په پار یادې څرګندونې کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button