په کومو سترګو له ملته رایې غواړئ؟؟

 

خالد افغان زوی

اشرف غني چې د پرانیستنو پهلوان دی، کله په هرات کې د باد ژرندې پرانیزي او کله له خوست څخه جرمني ته د ځنغوزیو صادرات پرانیزي، هغه هوایي دهلیزونه خو یې مه ښوروه، په دې وروستیو کې یې چې د برقي تذکرو ماشین له ارګه بهر ونه چلید،نو یې یوه بله پروسه پرانیسته تر څو ورباندې څو ورځې راډیوګانې مصروفې وساتي. اشرف غني دا ځل د ټاکنو لپاره د نوملیکنې بهیر افتتاح کړ او له اولسه یې وغوښتل چې د ټاکنو په پروسه کې ګډون وکړي.

نه پوهیږو اشرف غني او اذناب یې په کوم مخ او سترګو له اولس څخه رایې غواړي او یا په ټاکنو کې د نوم لیکنو او رایو کارولو دعوت ورکوي. آیا دا اولس دومره بې حافظې ورته ښکاري چې څلور کاله مخکې جریانات به یې ټول هیر او له ذهنه وتلي وي؟

زموږ د اولس خو په یاد دي چې څلور کاله مخکې د امریکایي ډالرو په زور د همداسې انتخاباتو لپاره پراخ کمپاینونه کیدل، د واقعي دموکراسۍ تظاهر کیده، خلکو ته ویل کیدل چې د ملت رایه به د زعامت د ټاکلو معیار وي. هغه څوک به د ولسمشرۍ په چوکۍ راځي چې ملت رایه ورکړې وي.

په همدې خوږو اوتو بوتو یې ملت دوه ځله ستومانه او د رایو تر مرکزونو راکاږه، په میلیونو رایې وکارول شوې، په سلګونو میلیونه د ملت په نوم راغلې پیسې په تبلیغاتو او ټاکنیزې پروسې مصرف شوې، ګڼ جنجالونه، رقابتونه او حتی د سر او مال تلفات ورکړل شول. خو کله چې خبره د نهایي انتخاب او د دې ټولې پروسې د ثمرې راټولولو ته ورسیده، نو په دې مهم او حساس ځای کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري راودانګل.

جان کیري زموږ د اولس میلیونونه رایې په لغته ووهلې او باطله دانۍ ته یې وغورځولې، ټوله پروسه، ټاکنیز کمیسیونونه، انتخاباتي ټیمونه او د ملت او حکومت ټول وقار یې نظر انداز او په دوه توته حساب کړ، جان کیري د یوه بشپر ملت په رایو ملنډې ووهلې، هغه یې بابیزه وګڼلې او د خپلې پخوانۍ امریکایي نسخې ( ګډوله حکومت) راوړې طرحه یې د میز په سر کیښوده او بیا یې خپلو پښه تړلیو غلامانو عبدالله او غني ته وویل چې یوازینۍ لاره همدا ده چې دغه طرحه راسره ومنئ او بس.

ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په خپل کتاب کې لیکلي دي چې په ۲۰۰۹ کال ټاکنو کې چې کله د ټاکنو د کمیسیون بهرنیو غړو په لوی لاس ټاکنېزه پروسه جنجالي او د پایلو اعلان یي وځنډاوه، نو د امریکا د هغه وخت خاص استازي هالبروک حامد کرزي ته کټ مټ د اوسني حکومت په شان د ملي وحدت په نوم د ګډوله حکومت وړاندیز وکړ. اما د کرزي مقاومت امریکایانو ته د داسې مسخره حکومت د جوړولو فرصت ورنکړ. مګر امریکایانو هغه نسخه وروسته د اشرف غني او عبدالله په وجود کې کټ مټ عملي کړي او یو تر ټولو ضعیف او ګوډاګۍ رژیم یې رامنځته کړ.

د سپنتا له دې خبرو ښکاري چې امریکایانو زموږ د هیواد لپاره له وړاندې لا خپلې طرحې جوړې کړي دي. تر څو چې اشغال وي د هیواد زعامت به هماغسې ټاکل کیږي څرنګه چې د امریکا خوښه وي.یعني نهایي پریکړه او فرمایش به بیا هم د امریکایانو وي. اما دغه نورې ظاهرې پروسې لکه انتخابات، پارلمان، ټاکنې وغیره یوازې د هغو شګو مثال لري چې زموږ د اولس سترګو ته ورشیندل کیږي او په خپله د خپل زعامت د ټاکلو دروغجن احساس ورکول کیږي.په داسې حال کې هم که څوک په ازادو ټاکنو باور لري، هغه به یوازې خپل وجدان غولوي او د هیواد او ملت د دشمنانو په ډرامو کې به مفت تمثیل کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button