غزني: خلکو د ټاکنو کمیسون دفتر تړلی

 

عزم(پنجشنبه، ۶غويي، ۱۳۹۷ل) د غزني اوسېدونکو د حکومت د تبعیضي چلند په غبرګون کې په دې ولایت کې د ټاکنو کمیسون دفتر وتړلو

خلکو له حکومت ګیله کوله چې په دې ولایت کې د ټاکنیزو هڅو لپاره د یو اقلیت څخه د کارکوونکو ګمارنه کړې.

خلکو څو ورځو راهیسې د ټاکنو د کمیسون دفتر مخې ته د تحصن خېمه وهلې وه او د ټاکنو حوزوي کول یې غوښتل.

د غزني خلکو ویلي د ګمارل شویو کسانو په اړه دې بیا کتنه وشي او پر تذکرو دې سټیکر نه لګول کیږي.

معلم عبدالرازق یو تن قومي مشر وايي، د ټاکنو کمیسیونو لپاره شوې ګمارنې عادلانه نه دي، دوی به تر هغو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې تر څو يې غوښتنې منل شوې نه وې.

په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې د هزاره ګانو علماء هم څو ورځې وړاندې له یوې غونډې وروسته له ټاکنو سره د پریکون پریکړه صادره کړې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button