هلمند: د ملي اردو پر قرارګاه موټربم برید شوی

 

عزم( شنبه، ۸ غویی ۱۳۹۷) نن سهار شاوخوا ۸ بجې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د دریمې لوا دریم کنډک باندې د موټر بم بريد چاودنه ترسره شوې.

د هلمند چارواکي د یاد برید د پخلي ترڅنګ وایي چې په دغه چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتيري ټپيان دي.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر مسوول جګړن عبدالقدير بهادرزي هم د برید تائید کړی خو د تلفاتو په اړه یې څه ندي ویلي.

د برید مسئولیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نده منلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button