کابل: غبرګو چاودنو درنه مرګ ژوبله واړوله

عزم: ۱۳۹۷/۲/۱۰- نن سهار دوه چاودنو کابل ښار کې د امنیتي او بهرنیو ځواکونو د قومندانۍ میشت سیمه په نښه کړې او درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د وروستیو راپورونو له مخې، لومړۍ چاودنه موټرسکل بمب وه او د دویمې نوعیت ندی معلوم خو ویل کیږي چې هغه مرستندویه او خبریالان یې په نښه کړي چې د لومړۍ چاودنې ځای ته ورغلي ول.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي وویل چې «لومړۍ چاودنه سهار نزدې اته بجې رامنځته شوه، یو انتحاري و چې له موټر سایکله په ګټې اخېستنې يې دا حمله کړې ده.»

له چاودنو وروسته ټوله سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوې او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې هلته ته نېږدې ورشي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي چې دغو چاودنو کې ۴ تنه وژل شوي او د یوې مېرمنې په ګډون ۵ تنه ټپيان دي.

ښاغلی دانش زیاتوي: “دویمه چاودنه چې نوعیت يې لا نه دی څرګند، خو د شش درک سرک ته مخامخ د ښار جوړونې وزارت ته نزددې شوې ده، له بده مرغه چې تلفات لري او ډېر تلفات په کې مرسته کوونکو او خبریالانو ته رسېدلې.”

د عامې روغتیا وزارت د دغه پېښې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې چاودنو مسؤلیت نه دی منلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button