وزګار مه کېنه!

لیکونکی مولوی زاهدالله حقانی،
په دنیا کې یوازې هغه خلک وزګار وخت تېروي، چې تل په تاویلو ـ ماویلو پسې ګرځي، داځکه چې دهغوی په دماغو کې هیڅ دکار خبره نه وي {رَضُواْ بِاَن یَکُونُوْا معَ الخوالِفِ}
“هغوی په کور ناستو کسانوکې شاملېدل غوره کړل ”
دانسان لپاره وزګار کېناستل ډېر بد زېری دی، ځکه چې وزګار کېنې،
نوغمونه، فکرونه او اندېښنې به دې په ذهن کې ځالې وکړي، دماضي، حال ذو مستقبل دروازې به راخلاصې شي او ډول ډول خیالونه به دې ذهن ته راشي، چې له امله به يې په ستونزو کې پرېوځې
دداسې خلکو لپاره زمانصیحت دا دی، چې دوزګار کېناستلو پرځای ښه کار ته لاس واچوائ، ځکه وزګار کېناستل دانسان وړتیاوې او صلاحیتونه له منځه وړي، ژوندی انسان له مړو سره برابروي، دوزګار کېناستلو مثال داسې دی لکه څوک چې دزهرو کپسول تېر کړي او ټکه مړ شي، وزګارتیا او فراغت هغه تلپاتې عذاب دی، چې په پای کې انسان دبې پروايۍ په زندانونو کې لېونتوب پولو ته رسوي.
وزګار کېناستل دبې پروايۍ دویم نوم دی، دوزګارتیا په وخت کې به ستاسې ماغزه دناڅرګندو فکرونو او سوچونو ښکار شي، له دې امله کله چې وزګار يئ، نونفلي لمونځونه او تلاوت وکړئ، مطالعې ته مخه کړئ، يو څه ليکنه ياسپورت وکړئ،د دفتر ترتیب جوړ کړئ،یو کور پاک کړئ، دیوه بل چا کار وکړئ، خو وزګار مه کېنئ فراغت او وزګارتیا دکار په چاړه حلال کړه، نو دنړۍ ۵۰% ډاکټران به ستا نېکمرغې تضمین کړي، دهقانان، مزدوران او نانوایان وګوره، چې دمرغیو په څېر خوښ او خوشاله دي او یو ته يې چې په بستره پروت اوښکې تويوې، ځکه چې وزګارتیا چيچلی یې

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button