جلال اباد: طالبانو کمانډو قومندان «جان محمد» او یو کمانډو عسکر ووژل

عزم: ۱۳۹۷/۲/۱۷- د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد کې وسلوالو طالبانو د کمانډو ځواکونو یو قومندان او یو سرتیری په ناڅاپي برید کې وژلي دي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ویلو په شرط وویل چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې جلال اباد ښار ته نژدې د بیس اکمالاتي سیمه کې د کمانډو ځواک قومندان «جان محمد» ناڅاپي برید لاندې راغی.

سرچینه وایي چې په دغه بریدکې نوموړی قومندان او یو بل کمانډو سرباز ځای په ځای مړه شول، او ددوی یو میل تومانچه، یو سمسنګ ګلکسي موبایل او نور ورسره شته اسباب بریدګرو وړي دي.

طالبانو ددې برید پړه منلې خو دا یې ندي ویلي چې د دویم وژل شوی سرتیری نوم څه شی وه.

ټیک دوولس ورځې مخکې وسلوالو طالبانو د امریکایانو او د هغوی د ملګرو په ضد د الخندق په نوم پسرلني پوځي عملیات پیل کړي او درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

بلخوا، د سیګار تازه راپور وایي چې تیر یوه کال کې د افغان امنیتي ځواکونو شمیر له ۳۳۶۰۰۰ څخه ۲۹۶ ته را کوز شوی دی، خو دا یې ندی ویلي چې دا ۳۰۰۰۰ عسکر څه شول.

وسلوالو طالبانو وړمه ورځ اعلامیه کې وویل چې تیر یوه کال کې یې ۲۷۰۰۰ څخه زیات د امریکا په ملاتړ جنکیدونکي افغان عسکر، او ۴۵۰ امریکایي عسکر مړه او ژوبل کړي دي.

طالبانو د دغو ځواکونو د ۵۰۶ هغه قومندانانو تفصیلي نوملړ هم نشر کړ چې تیر کال جنګونو کې وژل شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button