کابل: د هندو کاریګرو خلاصون هڅې کوو

عزم: ۱۳۹۷/۲/۱۷- د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني خپل هندي سیال ته باور ورکړی چې بغلان کې د برمته شویو هندي مزدورانو د موندلو پوره کوششونه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې ویل شوي چې افغان وزیر خپل هندې سیالې سوشما سواراج ته د تیلیفون په لیکه اطمنان ورکړ چې افغان حکومت پوره زیار باسي ترڅو هندی مزدوران بیرته ازاد کړي.

پرون د بغلان سیمه ییزو او بیا کابل کې د بهرنیو چارو وزارت اعلانونه وکړل چې بغلان ولایت کې وسلوالو ۷ هندي مزدوران چې ځینې یې انجینران وه، تښتولي دي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې کار پړه نده منلې.

یو شمیر قومي مشران نیوکه کوي چې ګډ حکومت د هندوانو ډیر غم خوري خو د خپل ولس او خصوصا ملي ځواکونو چې طالبانو سره بندیان شي هیڅ پوښتنه نه کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button