فاریاب: ۲۱ پوستې سقوط: ۵۴ تنه اربکیان مړه، ټپیان، او اسیران شول

عزم: ۱۳۹۷/۲/۱۸- فاریاب کې تیره شپه ۳ بجې د کولیان په نوم یوه لویه سیمه، او ۲۱ پوستې سقوط شوي او کم له کمه ۴۲ تنه اربکیان وژل شوي دي.

د سیمییز خبریال حسن سرداش د راپور له مخې، تیره شپه طالبانو یو پراخ ډله ییز برید کړی او د فاریاب ولایت د پلچراغ ولسوالۍ کولیان سیمه کې د اربکیانو ټولې پوستې یې ونیولې.

د سرداش په وینا، کولیان یوه ستراتیژیکه سیمه ده او سقوط یې حکومت ته د لوی زیان معنا لري.

ښاغلی سرداش پخپل راپور کې په ډاګه کوي چې دې سیمه کې د اربکیانو مشري د جمعیت اسلامي قومندان دادالله رحماني سره وه خو نوموړی ځینې اربکیانو سره په تیښته بریالی شوی او لسګونه تحت الامر کسان یې له منځه تللي دي.

یو بل سیمییز خبریال قطب الدین کوهي بیا د حکومتي سرچینو له خولې د ۱۰ اربکیانو د وژل کیدو، ۱۴ تنو زخمي کیدو او ۳۰ تنه نور د طالبانو لاسونو ته د ژوندي ورتللو خبره کوي.

بل خوا، د طالبانو یوې سرچینې د خپل یوه کس وژل کیدل او دوه نورو زخمي کیدل منلي دي.

طالبانو او حکومت په رسمي ډول پدې اړه څه ندي ویلي.

د کولیان سقوط یوه ورځ وروسته له هغه راځي چې د ملی دفاع وزیر تیرو ۱۲ ورځو کې د طالبانو د ۳۳۰۰ عملیاتو خبر ورکړی دی.

د دفاع وزیر ښاغلي طارق بهرامی دا خبرې پرون ولسي جرګه کې استماعیه غونډې ته وکړې.

بهرامي ادعا وکړه چې د طالبانو د ۷۰۰ بریدونو څخه یې مخنیوی کړی چې پدې ترتیب ۲۶۰۰ عملیات یې بریالي شوي دي.

ښاغلي بهرامي شکایت وکړ چې د سیمې هیوادونه د وسلوالو ملاتړ کوي، ځکه نو افغان پوځ یې مقابله نشي کولی.

بهرامي وایي« هغومره وړتیا چې د دفاع د وزیر په حیث باید ما سره وي، ګواښونو ته په کتو ما سره نشته».

د ملي دفاع وزیر دا څرګندونې داسې مهال راغلي چې ټیک دوولس ورځې مخکې وسلوالو طالبانو د امریکایانو او د هغوی د ملګرو په ضد د الخندق په نوم پسرلني پوځي عملیات پیل کړي او درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

هلته، امریکا څخه د سیګار تازه راپور وایي چې تیر یوه کال کې د افغان امنیتي ځواکونو شمیر له ۳۳۶۰۰۰ څخه ۲۹۶ ته را کوز شوی دی، خو دا یې ندی ویلي چې دا ۳۰۰۰۰ عسکر څه شول.

وسلوالو طالبانو وړمه ورځ اعلامیه کې وویل چې تیر یوه کال کې یې ۲۷۰۰۰ څخه زیات د امریکا په ملاتړ جنکیدونکي افغان، او ۴۵۰ امریکایي عسکر مړه او ژوبل کړي دي.

طالبانو د دغو ځواکونو د ۵۰۶ هغه قومندانانو تفصیلي نوملړ هم نشر کړ چې تیر کال جنګونو کې وژل شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button