بادغیس: د هوایي ځواکونو برید کې ۶ اربکیان وژل شوي

 

عزم(چهارشنبه، ۱۹ غویی ۱۳۹۷) نن سهار د بادغیس ولایت آبکمري ولسوالۍ کې پر اربکیو پولیسو د هوایي برید په ترڅ کې ۶ تنه اربکیان وژل شوي.

د بادغیس ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیک ویلي چې امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملتیا د سنګ زرد په سیمه کې عملیات کړي دي.

نوموړي ویلي په دغو عملیاتو کې الوتکو په اشتباهي توګه د پولیسو یوه پوسته ویشتلې ده چې پایله کې یې ۸ محلي پولیس وژل شوي دي.

بیک ویلي دا نده معلومه چې برید د افغان هوايي ځواک او که بهرنیو ځواکونو له لوري شوی دی.

د هېواد په لوېدیځ کې د ۶۰۶ انصار زون قوماندان جمعه‌خان عدیل ویلي د عملیاتو پر مهال محلي پولیس په شخصي کالیو کې له پوستې راوتي او د هوايي ځواک له لوري په نښه شوي دي.

دا لومړی ځل ندی تر دې پخوا هم څو وارې د بهرنیو او افغان هوایي ځواک له لوري امنیتي ځواکونه په نښه شوي چې وروسته یې اشتباه بللې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button