د اندونیزیا کانفرانس

د اندونیزیا د غونډې په اړه د سیاسي مبصر وحید فقیري تبصره:

په اندونیزیا کي د علماوو د کانفرانس موافقت لیک د افغان په جنګ کي پر ټولو خواوو باندي ږغ کوي چي مخامخ خبري شروع کړي، او خپل مشکلات د سوله ایزو لارو حل کړي. پدې کانفرانس کي د افغانستان، پاکستان، او اندونیزیا مذهبي شخصیتونو برخه اخیستې وه.

البته طالبانو دا ناسته «غیر اسلامي» بللې ده، او پر اسلامي علماوو ئې ږغ کړی دئ چي پدې مجلس کي د برخي اخیستلو څخه ډډه وکړي. طالبان وايي چي د امریکايي اشغالګرانو دا هلي ځلي عبثي دي.

د دې کانفرانس په باب باید وویل سي چي د افغانستان لانجه په خارجي کانفرانسو باندي نه فیصله کېږي، بلکي د افغانستان کشاله هله حلېږي چي امریکا دېته مجبوره سي چي د طالبانو سره مخامخ خبرو ته کښېني. د طالبانو سره یوې عمومي مفاهمې ته ورسېږي. یو عمومي اوربند اعلام سي. یو موقتي حکومت جوړ سي. او د امریکايي اشغال د ختم ټاکلې نېټه اعلام سي.

واضح خبره ده چي امریکايي اشغالګران او په ارګ کي د امریکا افغان مزدور جوالیان تر اوسه پوري واقعي سولي ته ندي چمتو سوي، او غواړي چي پدې راز بابېزه کانفرانسونو د افغانانو او سوله پالو جهانیانو په سترګو کي خاوري وپاشي، او په افغانستان کي د امریکا جنګي جنایات توجیه کړي.

واقعیت دا دئ چي پدې ۱۷ کلونو کي دا راز عبث کانفرانسونه زیات وسول، خو یوه ئې هم مثبته نتیجه ور نه کړه، او نه به هم د اندونیزیا کانفرانس کومه مثبته نتیجه ورکړي.

د اندونیزیا او نورو اسلامي هیوادونو مشرانو ته پکار دي چي په افغانستان کي د جنګ او جنایت اصلي عامل ته توجه وکړي، او هغه د امریکا ۱۷ کلن اشغال دئ. تر څو پوري چي د امریکا اشغال نه وي ختم سوی، په افغانستان کي د سولي خبري صرف د وخت ضایع کول دي.

بلخوا، افغان ملت ته هم پکار ده چي د دغه راز دغلبازیو او فریبکاریو په مقابل کي څرګند دریځ غوره کړي، او راسا د امریکا ګریوان کلک ونیسي. ځکه تر څو پوري چي امریکا مذاکراتو ته نه وي حاضره سوې، افغانان به هیڅکله سوله او ثبات و نه ویني.

د سولي په راوستولو کي د افغانانو نقش اساسي دئ، او په تېره بیا د زلمي نسل فعال رول یوه بنیادي خبره ده. ځوان افغانان، محصلین، او د افغانستان اګاه قشرونه باید په ګډه د امریکا د سفارت مخته په سوله ایزو اعتراضاتو لاس پوري کړي، او په افغانستان کي د سولي اصلي خنډ جهانیانو ته رسوا کړي. دا د افغان ځوانانو تاریخي مسولیت او رسالت دئ.

که چیري افغان محصلین، ځوانان،‌ او اګاه منورین په افغانستان کي د امریکا سفارت د خپلو مدني اعتراضونو هدف وګرځوي، زه په پوره اطمینان ویلای سم چي امریکا به په افغانستان کي خپله جنګي پالیسي بدله کړي، او له جنګي جنایاتو څخه به لاس واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: