د اندونیزیا غونډې د طالبانو موقف چیلنج نکړای شو

أبوعابد
په اندونیزیا کې د عالمانو هغه غونډه چې له څو میاشتو ورته تبلیغاتي کمپاین روان و او اشرف غني ویل چې د امریکا ضد جهاد پر ضد به فتوی ترې صادره شي. بالاخره دائره او پای ته ورسیده.
په دې غونډه کې د پاکستان، افغانستان او اندونیزیا یو شمیر ملایانو ګډون کړی و. معلومه نه ده چې دغه علماء په څرنګه وضعیت او شرائطو کې دغې غونډې ته وړل شوي دي.په دې کې شک نشته چې حاکم رژیمونه عالمان د زور او تزویر په توسط د خپلو ګټو لپاره کاروي او دغه علماء چې په بیلابیلو برخو کې دیني خدمت کوي که د حکومتونو په مزاج چلند ونکړي نو له وړ ګواښ سره مخ کیدلای شي.
خو مهمه خبره دا ده چې آیا دغه عالمان دا توان لري چې د قرآن او صریحو شرعي احکامو په وړاندې جبهه ونیسي او د امریکا ضد جهاد غوندې یو واضح فرض امر نامشروع وبولي؟ د اندونیزیا له غونډې او هلته له شویو پریکړو معلومه شوه چې په دغسې غونډو کې راټول شوي عالمان دا توان نلري چې د طالبانو جهادي موقف په شرعي دلائلو چیلنج کړي او یا یې په خلاف فتوی صادره کړي.
که د اندونیزیا د غونډې ۱۲ فقریز پریکړه لیک وګورو، نو واضحه ده چې ددغې غونډې عالمان ټول په عمومیاتو غږیدلي، د امریکا ضد جهاد په خلاف یې هیڅ کومه مشخصه پریکړه یا فتوی نه ده کړې، یوازې یې دا ویلي چې د ملکي خلکو وژل ناروا عمل دی، بې ګناه خلک باید ونه وژل شي او داسې نور ځینې عمومي خبرې هغه څه چې طالبان خپله هم په دې خبرو اصرار لري، د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې کوي، نه عاموژونکو بریدونو باور لري، نه یي ترسره کوي او نه یې هم مسؤلیت مني.
په دې حساب ویلی شو چې د اندونیزیا غونډې د طالبانو د روان جهاد خلاف هیڅ کومه قاطع او د پام وړ پریکړه یا فتوی نه ده کړې، ټولې یې هغه عمومي خبرې کړې چې د بې ځایه وینو توییدلو او ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه دي چې له دې جملې له ډیرو خبرو سره خپله طالبان هم توافق لري، ملکي وژنې ناروا بولي او د مخنیوي هڅې یې کوي.
نو د دې غونډې فی الجمله او ناکوټلي پریکړه لیک ته په پام سره ویلی شو چې د غونډي اصلي طراح نیکولسن او اشرف غني هیڅ هم ترلاسه نکړل، په غونډه کې خو نه د جهاد په خلاف فتوی صادره شوه او نه د امریکا اشغال قانوني او مشروع وبلل شو. اصلي خبره دا ده چې د متجاوزو کفارو خلاف یرغل هغه صریح او ثابت شرعي حکم دی چې هیڅ عالم یې هم په وړاندې خبره نه شي کولای او نه یې د غلط ثابتولو جرأت لري. اشرف غني او نیکولسن که په راتلونکې کې هم دغسې غونډې جوړوي نو یوازې به ترې همدا عامه لارښوونې او اتفاقي خبرې اوریدل کیږي او د جهاد ضد فتوی تمه دې ترې نه کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button