شاهین قول اردو: ۲ مهم افسران ترور شول

عزم: ۱۳۹۷/۲/۲۸- د هیواد شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو پخلی کړی چې دوه مهم افسران په لا پیښو کې ترور شوي دي.

د شاهین قول اردو ویاند محمد رضا حنیف په وینا، د لومړۍ لوا د کشف(استخباراتو) آمر تورن عزت الله پرون غرمه شیرین تګاب ولسوالۍ کې هغه مهال په نښه ویشتونکې وسلې ووژل شو، کله چې وسلوالو مخالفینو په امنیتي پوستو برید کړی وه او نوموړی مرستې ته ورغلی وه.

د حنیف په وینا، کله چې تورن عزت الله د خپلې سپرلۍ له ټانګ څخه راکښته کیده طالبانو په نښه او مړ کړ.

همداراز، په یوه جلا پیښه کې پرون سهار په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د امنیتپ بیس اړوند د شاهراه د کنډک ټولی مشر بسم الله د طالبانو د برید ښکار شو.

امنیتي سرچینو سیمییز خبریال قطب الدین کوهي ته پخلی کړی چې نوموړی د طالبانو د نښه ویشتونکو لخوا وژل شوی دی.

ټاکل شوې چې د نوموړی جنازه نن جمعه (۲۸ ثور ۱۳۹۷) د فاریاب مرکز میمنې ښار د عیدګاه جامع مسجد کې په یوه بجه ادا شي.

نزدې ۲ میاشتې مخکې همدې سیمه کې (زلمی قومندان) د انجینیر هاشم اورتاق وراره په همدې ترتیب د نښه ویشتونکو لخوا ووژل شو.

سیمییز خبریال کوهی وایي چېو په یوه بله پیښه کې د شیرین تګاب امنیه قومندانۍ یو ټانګ په ماین ختلی او دوه پولیس پکې زخمیان شوي دي.

طالبانو تراوسه پدې اړه څه ندي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button