د شاهي ماڼۍ برید کې د سعودي ولیعهد ټپي شوی

 

عزم(جمعه، ۲۸ غویی ۱۳۹۷) له تیرې یوې میاشتې راهیسې هغه مهال چې د سعودي په شاهي ماڼۍ برید وشو د دغه هیواد ولیعهد محمد بن سلمان د رسنیو له مخ ورک شوی.

د ایراني رسنیو په حواله محمد بن سلمان په دغه برید کې دوه مرمۍ لګیدلی او ټپي شوی دی خو سعودي رسنیو د یاد خبر په حواله د رد او تائید هیڅ ندي ویلي.

روسي رسنۍ سپوتنک هم د ’’خیان‘‘ په نوم ایراني اخبار څخه په نقل لیکلي چې د تیر اپریل په ۲۱ باندې د سعودي شاهي ماڼۍ کې د برید پر مهال ټپي شوی چې دغه برید وروسته د سعودي حکومت او رسنیو پر نا معلومه بې پیلوټه ډزې وبللې او ویې ویل چې یاده بې پیلوټه یې راغورزولې.

هغه مهال د سعودي واکمن سلمان بن عبدالعزیز خوندي ځای ته لیږدول شوی وو خو سلمان بیا تر اوسه نادرکه ده او د رسنیو پر مخ نده راڅرګند شوی.

د تیرې میاشتې په وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د سعودي په دوره تللی وو خو سلمان په رسنیو کې د هغه ترڅنګ ښکاره نشو.

فارز نیوز په نوم یوې ورځپاڼې لیکلي چې محمد بن سلمان داسې سړی نده چې رسنیو کې ښکاره نشي خو له تیرو ۲۷ ورځو راهیسې د هغه ورکیدل ضرور یو څه په ګوته کوي.

د سعودي شاهي ماڼۍ کې د ډزو پر مهال د سعودي حکومت د یادې قضیې په تړاو له رسنیو د نه بحث کولو غوښتنه کړې وه او په یاده قضیه یې د خبرو پابندي لګولې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button