له ديني پلوه د جهاد ارزښت او حکم

لیکوال:عطاءالله مبارز

دا يو منلی حقيقت دی ، چې اسلام يو فطري او عالمي دين دی، په هره  زمانه کې  د انسانانو د ژوندانه د هرې برخې، مثلا: عباداتو، حکومتولۍ، له نورو ملتونو سره د اړيکو، اقتصاد او نورو برخو لپاره بشپړ او دعمل وړ حکمونه  او لارښوونې لري.

د يو فطري دين په توګه د اسلام پيروي د هر عاقل او دانشور لپاره يو غوره انتخاب دی، سليم عقل پخپله انسان ته د دې فطري دين د منلو بلنه ورکوي، همدا لامل دی، چې د اسلام له نظره په زوره د چا مسلمانول روا نه دي، الله تعالی فرمايي:

﴿لَاۤاِكْرَاهَفِيالدِّيْنِ١ۙ۫قَدْتَّبَيَّنَالرُّشْدُمِنَالْغَيِّ١ۚ﴾[البقرة:۲۵۶]

ژباړه: د دين په منلو کې هيڅ ډول زور زياتی نشته، هدايت  په ښکاره ډول له ګمراهۍ بيل کړی شوی دی.

دا يو داسې عام او قطعي نص دی، چې نه منسوخ شوی او نه پکې تخصيص شوی. دا ځکه چې کله د اسلام حکمونه  او لارښوونې بيخې ښکاره او په هره زمانه کې د عملي کيدو وړ دي؛ نو بيا زور-زياتي ته څه اړتيا ده؟ همدا د نامتو مفسرينو امام رازي، ابن کثير، طبري او جصاص –رحمهم الله تعالی- نظر هم دی.

خو كله  چې د کافرانو لخوا د دې  فطري او عالمي دين د دعوت مخه ونيول شي، او يايې په حريم او پيروانو  يرغل او ظلم  وشي، اسلام  خپلو منونکو ته د داسې خنډونو د له منځه وړلو او له ديني ارزښتونو د دفاع  لپاره د جهاد امر کوي، چې په توسط يې اسلامي ټولنه له کفري حاکميت، کلتور او عنعناتو څخه وژغورل شي.

   له ډېر پخوا راهيسې د اسلام دښمنانو د فکري او رواني جګړې له لارې، د اسلام لوړه څوکه (جهاد) تر بريد لاندې نيولې، او هڅه کوي له دې لارې د اسلام د پرمختګ مخه ونيسي، هغوی  د  مستشرقينو او رسنيز پوښښ له لارې داسې ګنګوسې خپروي، چې ګويا د رسول الله صلی الله عليه وسلم او له هغه وروسته د خلفاوو په زمانه کې شوي جهادونه –نعوذبالله من ذلک- يوازې او يوازې د اقتصادي ګټو ترلاسه کولو او د خپلې امپراطورۍ د غځولو لپاره شوي دي.

خو حقيقت داسې نه دی، بلکې د اسلام په تاريخ کې شوي جهادونه  يوازې او يوازې د دې فطري او عالمي دين د دعوت په لاره د پرتو خنډونو د له منځه وړلو او د بشريت د روښانه مستقبل لپاره شوي دي.  په دې اړه د اسلامي نړۍ نوميالی عالم دوکتور وهبة الزحيلي-رحمه الله- په خپل کتاب (العلاقات الدولية) کې ليکي:

« مسلمانان په خپلو جګړو سره د ځان او يا ټول بشريت د خير ښيګڼې پورته کوونکي دعوت پرخلاف د تر سره کيدونکي تيري له منځه وړل غواړي، اسلام د نورو قومونو استحصال او استعمارونکی نظام نه تائیدوي، اسلام له دې ډول نظام څخه په ټوله معنا انکار کوي، همدا وجه ده، چې د تاريخ په اوږدو کې يې هيڅکله هم استعماري څېره نه ده خپله کړې»

 دوکتور وهبه زحيلي -رحمه الله – د همدې کتاب په مقدمه کې د جهاد، د ارزښت په هکله ليکي:

«که څه هم په اوسنۍ بشري ټولنه کې د مثالي اصولو د پلي کيدو د عوه کيږي او خلکو ته د بشر دوستۍ د اصولو پر اساس د ټولو معاملو د پرمخ بيولو بلنه ورکول کيږي او د دې ډول اصولو څارنه  او سرپرستي د ملګرو ملتونو په نامه نړۍواله  اداره کوي؛ خو د دې ډول ښکاره سولې تر شا لا هم ډول-ډول وېرونکې وسلې، جرارې لښکرې او په يوه ثانيه کې د ټول بشريت له منځه وړونکي اتومي بمونه پټ دي!

له همدې امله چې قران کريم مسلمانانو ته دمادي او معنوي ځواک تيارولو کوم ټينګار کړی او رسول الله صلی الله عليه وسلم جهاد، د اسلام لوړه څوکه بللې، يوه منطقي او پرځای بلنه ده؛ ځکه چې اوسنۍ  نړۍ کې د خبرې منلو معيار همدا دی او ځمکني حقايق هم همدا وايي»

موږ په دې لنډه ليکنه کې د جهاد په هکله  يو څو بحثونه کوو:

د جهاد معنا:

جهاد په لغت کې  د دښمن په مقابل د خپل توان او طاقت کارولو ته وايي، او شرعي معنا يې علامه حصکفي رحمه الله داسې کړې ده:

« رښتني او حق دين ته بلنه او چې څوک يې نه قبلوي هغه سره جګړې ته جهاد ويل کيږي»

 الدر المختار (۴/ ۲۹۶)

د جهاد فضيلت:

په قران کريم او نبوي حديثونو کې د جهاد او مجاهدينو ډېر زيات فضيلتونه راغلي دي، موږ يې يوڅو په لنډ ډول را اخلو:

الله تعالی فرمايي: ﴿اِنَّ اللّٰهَ يُحِبُّ الَّذِيْنَ يُقَاتِلُوْنَ فِيْ سَبِيْلِهٖ صَفًّا كَاَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَّرْصُوْصٌ۰۰۴﴾ [الصف:۴]

ژباړه:  بې شكه هغه كسان  د الله ښه ايسي چې د الله په لار كې داسې كتار ټولګي جنګيږي لكه چې دوى كلايي كړى شوى (پوخ) دېوال وي.

بل ځای فرمايي: 

﴿لَا يَسْتَوِي الْقٰعِدُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِيْنَ غَيْرُ اُولِي الضَّرَرِ وَ الْمُجٰهِدُوْنَ فِيْ سَبِيْلِ اللّٰهِ بِاَمْوَالِهِمْ وَ اَنْفُسِهِمْ١ؕ فَضَّلَ اللّٰهُ الْمُجٰهِدِيْنَ بِاَمْوَالِهِمْ وَ اَنْفُسِهِمْ عَلَى الْقٰعِدِيْنَ دَرَجَةً١ؕ وَ كُلًّا وَّعَدَ اللّٰهُ الْحُسْنٰى ١ؕ وَ فَضَّلَ اللّٰهُ الْمُجٰهِدِيْنَ عَلَى الْقٰعِدِيْنَ اَجْرًا عَظِيْمًاۙ۰۰۹۵﴾ [النساء:۹۵]

ژباړه: د مؤمنانو بى عذره ناست كسان او د الله په لار كې په مالو او ځانو جهاد كوونكي سره برابر نه دي، په مال او ځان مجاهدينوته الله پردغو ناستو كسانو د خاصې درجى فضيلت وركړى دى. (كه څه هم) الله له  هريوه سره د ښى بدلې لوظ كړى، خو مجاهدينوته يې پرناستو دلوى اجر فضيلت وركړى.

نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي:

 عن أبي هريرة قال: سئل رسول الله صلى الله عليه وسلم أي الأعمال أفضل؟  قال: إيمان بالله قال: ثم ماذا؟ قال: الجهاد في سبيل الله قال: ثم ماذا؟ قال: حج مبرور. ( صحيح مسلم : بيان كون الإيمان بالله تعالى أفضل الأعمال . رقم الحديث :۱۱۸)

ژباړه: له حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی، چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول: کوم عمل غوره دی؟ هغه وفرمايل: په الله تعالی ايمان راوړل، پوښتنه وشوه بيا کوم؟ ويې فرمايل: د الله تعالی په لار کې جهاد کول. پوښتنه وشوه بيا کوم؟ ويې فرمايل: قبول شوی حج.

په حديث شريف کې د الله تعالی په لار کې جهاد کولو ته له ايمان وروسته تر ټولو غوره عمل ويل شوي دي.

 د جهاد وېش او حكم:

فقهاوو-رحمهم الله تعالی- قراني نصوصو او نبوي حديثونو ته په پام، جهاد په دوه ډولونو وېشلی دی:

 ۱- فرض عين. فرض کفايه، چې هر يو يې ځانګړي حکمونه لري.

  د جهاد د فرض عين کېدو لاملونه:

د جمهورو فقهاوو-رحمهم الله تعالی- په اند په لاندې مواردو کې جهاد فرض عين ګرځي:

۱-  کله چې د جګړې په ميدان کې د مسلمانانو لښکر د کافرانو له لښکر سره مخامخ شي؛ نو په اسلامي لښکر کې موجودو مسلمانانو باندې جهاد فرض عين دی.

الله تعالی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُوا وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيراً لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾ [الانفال:۴۵]

ژباړه: اې مؤمنانو! كله  چې له  كومې ډلې سره ونښلئ؛ نو ورته ټينګ شئ او الله ډېريادوئ ښايي بريالي شئ.

۲- کله چې کافران د مسلمانانو په يوه سيمه حمله وکړي، يا د حملې پلان لري او دمسلمانانو امير/خليفه د جهاد اعلان وکړي؛  نو د دې سيمې په ټولو وګړو-که څه هم ميرمنې يا هلکان وي- له خپلې سيمې د دفاع  لپاره جهاد فرض عين دی، اوکه د دې سيمې خلکو د دفاع توان نه درلوده؛ نو د دې ځای په ګاونډ کې اوسيدونکو مسلمانانو باندې هم جهاد فرض عين ګرځي.

  )الفتاوى الهندية کتاب السير الباب الاول)

 الله تعالی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمْ انفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنْ الآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الآخِرَةِ إِلاَّ قَلِيل﴾[التوبه:۳۸]

ژباړه: اې مؤمنانو! په تاسو څه شوي، كله  چې درته وويل شي د الله په لاركې  ووځئ؛ نو د ځمكې خواته درانه شئ؟ ايا د اّخرت په مقابل كې د دنيا په ژوند رضا شوي ياست؟ نو د اخرت په مقابل كې خو ددنيايي ژوند سامان پرته له  يو كم شي نورهيڅ نه دی.

يادونه:  اوس مهال چې په افغانستان، فلسطين او نورو اسلامي هيوادونو کافرانو یرغل کړی ؛ نو پورته يادو شويو اصولو ته په پام د دې سيمو په مسلمانانو له خپل هيواد او سيمې د دفاع او د اشغال د پای ته رسولو لپاره، جهاد فرض عين دی.

له دې حالتونو پرته په نورو عامو حالاتو کې د الله تعالی د کلمې د لوړوالي لپاره او د مسلمانانو د برم او شان د ساتلو لپاره  جهاد فرض کفایه دی، چې ځينې مسلمانان د دې سترې فريضې په سرته رسولو بوخت وي، د ټولو مسلمانانو غاړه خلاصيږي، او که په ټوليز ډول پرېښودل شي، بيا به ټول مسلمانان ګناهګار وي. (شرح السير الكبير /باب الجهاد مايسع منه ومالايسع)

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button