پکتیکا کې پولیسو یو لس کلن ماشوم په مخامخ ډزو وژلی

عزم: ۱۳۹۸/۳/۱۱- د پکتیکا ولسونه شکابت کوي چې د اردو عسکرو یو کمکی ماشوم په ناحقه وژلی دی او باید قاتلین یې قصاص شي.

د تفصیلاتو ترمخه، پرون غرمه مهال د پکتیکا ولایت د اومنه ولسوالۍ په زواکي کلي کې حکومتي سربازانو یوه لس کلن ماشوم ته ویلي چې ددوی پوستې ته اوبه پورته کړي.

د خلکو په وینا، ماشوم د لویو لویو درنو بوشکو له خبږولو خپله بیوسي ښودلې خو سربازانو یې عذر ندی منلی او ځای په ځای یې ضربه ویشتلی دی.

خلک وایي چې ماشوم ځای په ځای شهید شوی دی او تراوسه حکومت د پیښې په تړاو هیڅ ګام ندی اخیستی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: