افغانان باید بیا خپل سرنوشت د امریکا د سفارت په لاس کې ورنکړي

لیکوال بدر ځلاند

تاسوته بهتره معلومه ده چې دا شپاړس کاله مو په هیواد باندې غربیانو یرغل کړی او زمونږ په هیوادوالو یې د دیموکراسي په نوم هر رنګه ظلمونه وحشتونه وکړل
غربیانو دلته د خپلو شومو اهدافو په خاطر په مونږ او تاسو داسې وحشي غرب پلوه خونخوار مشران د ولسمشرانو په نوم مقرر کړل چې زمونږ په مظلوم ملت باندې یې د یهودیانو هر وحشت ته قانوني جواز ورکړو او له یهودیانو زیات ظلمونه همدغو اجیرانو غلامانو په مظلوم ولس باندې وکړل
کلي مدرسې جوماتونه بازارونه او کلینیکونه یي بمبار کړل
داسلامي مقدساتو یي بار بار توهین وکړو فحشا یې په وطن کې خپره کړه
پارلمان ته یې هم د افغانانو تر منځ داسې خرڅې شوې او له اسلامې او افغاني کلتور ناخبره څیرې د وکیلانو په نوم کامیابې کړلې چې له هغو څخه د اسلامي مقدساتو او افغاني عنعناتو د حفاظت هیڅ طمعه نشې کیدلای
بلکه هغو هم داسې کړنې تر سره کړې چې د افغانانو لپاره یې د ابد لپاره په تاریخ کې تور داغ ولیکه
د امریکا د ستراتیژیو دې اجیرو عملي کونکو په ډیر مکر او چل ول افغانان په خپلو افغانانو بې عزته کړل او ویې وژل
دې مکارانو هر ځل خپل وحشت او ناروا ته قانوني رنګ ورکړی او افغان ولس یې غولولی ده
حامد کرزی چې په افغانستان کې د جعلي رایو په اخستلو رئیس جمهور اعلان شو او د افغانستان ولسونو ته یې رنګارنګ په درغو د وطن جوړولو او امنیت را وستلو وعدې ورکولي خو په حقیقت کې په اکثریت رایو ولسمشر نه شو بلکه د” بون “له غونډې څخه هم مخکې یرغلګرو یهودانو په خپل سر ولسمشر ټاکلي وو او دلته یې افغانان په جعلي انتخاباتو تیر ایستل
کله چې اشرف غني مفکر ټاکل کیدو نو بیا یې همداسې د ولس تیر ایستلو جعلي انتخابات تر سره کړل خو د افغانانو رایو ته یې د مچ د وزر اهمیت هم ور نکړو
بلکه برالا یې د امریکا په سفارت کې د جانکیري له لوري حکومت په غیر قانوني توګه د پیشو او موږک تر منځ مشترک جوړ کړو چې تر ننه پورې دا پیشو او موږک اشرف غني او عبدالله په خپل منځ کې یو او بل ته ښکر تمبه کړي او ملت یې ټول د تجزیي او هلاکت په طرف روان کړی ده
مونږ او تاسو ولیدل چې غربي مفکر څومره په خپلو کړیو ژمنو وفادار پاتي شو ؟
بی غیر د ولسونو له بمبارولو کلیو ورانولو مدرسو او جوماتو ورانولو بازارونو ورانولو د ښځو او ماشومانو له وژلو په ټول هیواد کې د قوم پرستي او تجزیې تخم شیندلو څخه یې کوم داسې کار وکړو چې هیواد او هیوادوالو ته یې خیر رسیدلی وي
دې د غرب چاپلوس ټول هغه زاړه خونخواران په لوړو چوکیو کینول د چا دلاسه چې دا څلور لسیزې ولس کړیدلی وو
د افغان ولسمشر په نوم یې صرف د غرب او امریکا وحشي ستراتیژیو ته خدمت تر سره کړو او د بي عقل او سرټمبه ډونالډ ټرمپ وحشي ستراتیژي یې د هیواد په ګوټ ګوټ کې په مظلومو او غریبو ولسونو د بیا رغونې او امنیت را وستلو په نوم عملي کړي
دا د افغانانو ولسمشر نه وو بلکه د ټرمپ د وحشي ستراتیژیو یو اجرتي او قراردادي مزدور وو چې د افغان ولس د سوکالي پر ځای یې د غربیانو د امنیت په خاطر خپل افغانان ووژل
غربي یرغلګر چې نور یې د ماتي او شرمنده شکست اخري شیبې دي غواړي یوځل بیا افغانان د انتخاباتو په نوم تیر باسي او یوځل بیا په مظلومو او دربدره له جګړو او بمبارونو ستړیو افغانانو باندې یو بل مکار او د غرب وفادار غلام ولسمشر کړي چې په نوم به افغان ولسمشر وي او په حقیقت کې به د یهودیانو ایجنټ او اجرتي قاتل او مزدور وي

نو له ټولو درنو مسلمانو او مجاهدو هیوادوالو څخه غوښتنه کوم چې د یرغلګرو په دې تکراري مکر او دهوکه کې ګیر نشي
حدیث شریف ده چې مسلمان له یوه غار څخه دوه ځلې نه چیچل کیږي تیر په هیر چې وشو هغه وشو نور باید د انتخاباتو پر ځای د دې یرغلګرو خلاف د پاڅون عملي اقدام وکړو
هیوادوالو!ستاسو رایه یرغلګرو ته د یوې روپۍ اهمیت هم نلري دوی به لا پخوا خپل غلام مقرر کړی وي او صرف ستاسو په انتخابات کولو باندې به خپل مقرر شوي غلام ته قانوني بڼه ورکړي
که خپله رایه مو ورکړه د ټول افغان ولس سره مو خیانت وکړو او په دې مظلوم ولس چې د غرب مزدوران کوم ظلمونه وحشتونه کوی په هغو ټولو کې به ستاسو د ګناه حصه در رسیږي ځکه چې دا وحشي ولسمشر به ستاسو په رایه انتخاب شوی وي

بل لور ته مجاهدین هم کوشش کوي چې د یهودو یرغلګرو د نورو پلانونو په شان دا د مکر او افغانانو د تیر ایستلو پروګرام هم شنډ او په نطفه کې خُنثا کړي
مجاهدین کوشش کوي چې د دښمن د جعلي انتخاباتو مرکزونه او کار کونکي په نښه کړي
نو که تاسو هم د یرغلګرو له خوا په لار اچول شویو تش په نوم انتخاباتو کې برخه واخیسته او د مجاهدینو د بریدونو هدف وګرزیدۍ نو ملامتیا به مو خپله وي کوشش وکړي د خپلو کورنیو غړي یادو مراکزو ته مه ور پریږدۍ
ځکه چې یو طرف ته به د اسلام له دښمنانو سره په نه همکاري باندې خپل رب راضي کړۍ
او بل به مو له مظلوم ملت سره له خیانت څخه ځان ساتلی وي
او هم به د مجاهدینو له هغو بریدونو چې د دښمن د انتخاباتو په کارکونکو یې تر سره کوي تاسو خوندي پاتې وۍ
مجاهدین نه غواړي چې تاسو ته تکلیف ورسیږي ځکه مجاهدین هر وخت په خپلو ځانونو او مالونو سره د دښمن په خلاف جنګیږي او قرباني ورکوي
او دا کار تاسو ته د یو خپلواک او اسلامي نظام راوستلو لپاره کوي
ځینې خلک دا پوښتنه کوي چې که مونږ پښتانه رایه ور نکړو بادشاهي به نورو قومونو ته لاس ته ورشي هزاره یا فارسیوان به ولسمشر شي او په پښتنو به ظلمونه شروع کړي
نو تاسي فکر وکړی چې دا شپاړس کاله چې پښتنو بادشاهي وکړه پښتنو کوم خیر په کې ولیده تاسي که رښتیا په پښتنو زړه درد کوي نو د قندوز هلمند بغلان قندهار غزني میدان وردګ پښتنو باندې څومره ظلمونه وحشتونه وشول ولي د هغو په حال زړه نه سوزۍ چې د اینده غم کوي مونږ او تاسو ټول یو افغانان یو پښتون فارسیوان هزاره ټول وروڼه یو مونږ او تاسو ته صرف اسلام معتبر ده د قومیت اواز کونکي د غربیانو جاسوسان دي چې زمونږ او ستاسو مینځ کې یې دا فکر خپور کړی ده
مونږ باید د غربي یرغل او د لنډغرې دیموکراسۍ په خلاف سره یو موټی شو مونږ باید اسلامي قانون او خپلواکي وغواړو او د قوم پرستي فکر له ذهنه وباسو

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button