د امریکا د سفارت فتوا د درباري ملایانو له خولې

لیکوال بدر ځلاند

د امریکا په سفارت کې د نیکولسن له لوري څو میاشتي مخکې لیکل شوي فتوا چې یوځل یې اندونیزیا ته ولیږله خو چا قبوله نکړه
پرون یی بیا په کابل کې څو حرامخواره د مور پلار او استاذانو او علم ازار وهلي د ډالرو په زور ورته راټول کړل او پرې امضاء یې کړله په لاندې ډول وه

لومړی: د افغانستان اسلامي جمهوریت ۹۹ سلنه خلک مسلمانان دي او اساسي قانون یې د سیمې په کچه تر ټولو ډیر اسلامي ده، نو بناء پر وړاندې یې وسلواله مبارزه او د جهاد تر نامه لاندې هر راز کړنې هیڅ شرعي جواز نه لري

خو دایې ونه ویل چې د ۹۹ فیصدو په منځ کې چې په لسګونو زره یرغلګر یهودیان وي دهغو کافرو سره جنګ څنګه ده

دوهم: روانه جګړه چې ورځ تر بلې سختیږي، په دې جګړې سره هيڅ راز ګټه مرتبه نه ده، باید حکومت او طالبان یاده جګړه ودروي او د ولسمشر د سولې وړاندیز ته په کتلو سره سوله وشي

خو دایي ونه ویل چې د دوی کوم رنګ ګټه مطلب ده چې هغه نه ده مرتبه شوې

دریم: انتحار او انفجار په اسلام کې هیڅ شرعي اساس نه لري، نو په همدې وجه د وسلوالو له لوري ځانمرګي بریدونه او انفجارات کول په قطعي توګه حرام دي

خو دایې ونه ویل چې په احادیثو کې خو رښتیا هم بارود نه دي ذکر شوي خو دامریکایانو له لوري سل رنګه بمونه په مسلمانانو استعمالول په اسلام کې څنګه ارزوې ایا افغانان ددوی دبمونو د باران لاندې غلي ارام ورته کیني که څه وکړي

څلورم: سوله الهي امر ده، هر څوک چې سوله نه کوي د خدای او رسول له اوامرو سرغړونه کوي

خو دایې ونه ویل چې کوم وخت چې بوش د ځمکې او هوا له لارې کروز توغندي او فاسفورس بمونه ورول په افغانانو پیل کړل هغه وخت د دوی په کتابونو کې دا مسئلې ولې نه ښکاریدلي چې نن یې په کې ولیدلې؟

پنځم: افغاني ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده، باید د هر قسم دیني او اخلاقي مفاسدو مخنیوی وشي، کوم چې د ځوانانو د بې لارۍ سبب ګرځي

خو دایې ونه ویل چې دحکومتي لوړ پوړو چارواکو ترمنځ یو پر بل جنسي تیري کول او په وطن ساتونکو دسپیو غوښې خوړل څه حکم لري؟

شپږم: د مسلمانانو تر منځ هر قسم قومي، ژبني تعصب او نفاق د اسلامي دین له اساساتو سره تغایر لري او تر سره کونکي یې د سزا وړ ګڼل کیږي

خو دا یی ونه ویل چې هغه خراسانیان چې په ارګ او وزارتونو او پارلمان کې د من افغان نیستم چیغې وهي او په حکومت کې لوړې چوکۍ هم ورکړل شوي دهغو لپاره ددوی په کتابونو کې کومه سزا شته؟ او ایا دا کارونه تعصب او قوم پرستي بلل کیږي او که نه؟

اووم: د جهاد حکم کول یواځې د اسلامي دولت د حاکم تر امر پورې تړاو لري، هر څوک د جهاد امر نشي صادرولای

خو دایې ونه ویل چې اسلامي دولت کوم دولت ته ویل کیږي او ایا د هغه یهودي تابعیت لرونکي مشر امر هم د جهاد لپاره شرط ده چې اسلام جهاد فرض عین ورسره بللی وي او که نه؟

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button