د سولې خبر: فراه کې قومندان او ۱۰ تنه پولیس له جنګه لاس په سر شول

عزم: ۱۳۹۷/۳/۲۴-  د سولې د خبرونو په لړ کې یو افسر او لس تنه پولیس فراه ولایت کې له جګړو لاس واخیست او سوله ییز ملکي ژوند یې پیل کړ.

د تفصیلاتو له مخې، تېر ماښام د پرچمن ولسوالۍ اړوند د فراه رود دسیمي اوسیدونکی قومندان  ارباب ګل اغا له غره څخه راکوز شوی او خپلې وسلې یې د طالبانو د سولې ادارې ته سپارلې دي.

یاد قومندان هغه مهال غره ته ختلی وه چې د پرچمن ولسوالۍ ټولې ملکي او پوځي ادارې د طالبانو د سولې پروګرام سره یو ځای شولې.

د سیمییزو معلوماتو له مخې، د ولسونو مشرانو او د طالبانو د سولې چارواکی وتوانیدل چې ښاغلی ارباب ګل آغا او لس ملګري یې له جنګ څخه ملکي ژوند ته په راګرځیدو ته قانع کړي، او خپلې وسلې له اوږو کوزې کړي.

طالبانو د سولې پروګرام ته د قومندان ګل آغا ورګرځیدو پخلی کړی او زیاتوي چې دغو کسانو خپلې لس میله درنې او سپکې وسلې د طالبانو د سولې ادارې ته سپارلي او تود هرکلی یې شوی دی.

نزدې یوه میاشتې راهیسې طالبانو له جنګ څخه د حکومتي عسکرو د ژغورلو لپاره د سولې پروګرام پیل کړی او تراوسه سلګونه دولتي ټوپکیان او جنګیالي د سولې ژوند ته اووښتي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: