هلمند: ګډو ځواکونو چاپه کې ۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم(شنبه، ۲۶ غبرګولی ۱۳۹۷) هلمند دیشو ولسوالۍ د خوجالیان سیمه کې بهرنیانو د کورنیو ځواکونو په ملتیا سره د ملکي خلکو په کورونو چاپه اچولې چې ۳ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
سیمئیزې سرچینې وایي چې د بهرنیو ځواکونو په چاپه کې یو تن کلیوال شهید کړل شوی او ۲ تنه یې له ځان سره بیولي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او حکومت تر منځ له څو ورځو راهیسې اوربند اعلان شوی چې د طالبانو د اوربند نن دوهمه او د حکومت د اعلان شوي اوربند بیا نن پنځمه ورځ ده.
باید وو وایو چې دا لومړی ځل ندی چې د حکومت له لوري اوربند ته نه ژمنتیا رامنځته کیږي بلکې تر دې مخکې پروان کې یو طالب چې کور ته تللی وو عسکرو وژلی وو، بغلان او نورو ولایتونو کې هم داسط پیښې رامنځته شوي دي خو طالبانو تر اوسه اوربند نده مات کړی.
که څه هم د دواړو لوریو اوربند د ولس له لوري په ډیره جذبه او ښه توګه بدرګه شو او ډیرې هیلې یې راژوندی کړلې خو حکومت بیا څو ځایه اوربند ته ژمنتیا ماته کړله.