طالبانو بګرام کې په امریکایانو برید کړی دی

عزم: یکشنبه/ ۱۳۹۷/۳/۲۷- طالبانو اعلان کړی چې وړوکی اختر په شپه یې بګرام کې په امریکايي پوځیانو توغندويي برید کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اختر په شپه یې ملکرو د بګرام په هوايي اډه توغندي ویشتلي، چې دده به خبره بهرنیو ځواکونو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

دا برید داسې مهال کیږي جې طالبانو له خپل اړخه د واړه اختر اولو ۳ ورځو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د اوربند اعلان کړی او بهرني ځواکونه یې له دغه اوربنده مستثنی ښودلي دي.

طالبانو خپلو قوتونو ته امر کړی چې هرځای بهرني ځواکونه په مخه ورغلل سخت ګوزارونه دې ورباندې وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button