د اردوغان یوه بله پرتمینه فتحه

د ترکیې د ولسمشرۍ انتخابات دا ځل له خورا ستر رسنیز هیاهوی سره پیل شول. د عدالت او پراختیا اسلامي ګوند چې له تیرو اوولسو کلونو راهیسې د دې هیواد سیاسي واګي په لاس کې لري او پرلپسې د ترکیي د اسلامي عظمت د راژوندي کولو لپاره درانه او حکیمانه ګامونه اخلي. د اسلام غربي دښمنان یې بد وارخطاء کړي دي.
رجب طیب اردوغان ځان د هغو عثماني ترکانو خلف بولي چې پیړۍ پیړۍ د اروپایي صلیبیانو په مخکې سد سکندر ول او د اروپا تر زړه پورې یې د اسلامي فتحو بیرغ رسولی و. هغه عثماني ترکان چې د نوم له اوریدو سره یې اوس هم د اسلامي امت په غربي دښمنانو لړزه راځي. له نږدې یوې پیړۍ خبط او سکوت وروسته اوس یو ځل بیا د بایزید یلدرم او محمد الفاتح نغری تود شوی دی. په دې نغري کې د رجب طیب اردوغان په شان یو هوښیار، فعال او زړور سیاستوال راپیدا شوی او د عثمانیانو ترکیه یې یو ځل بیا د اسلامي عظمت په لاره سیخه کړې ده.
په تیره یوه نیمه لسیزه کې رجب طیب اردوغان پرلپسې د ترکیې په سیاست د خپل ګورت د ټینګولو هڅې کوي. د ترکیې د اصلي ځواک ( پوځ) قیادت یې اسلامي کړ. له قضاء، معارف او نورو حکومتي بنسټونو څخه یې سیکولران او کمالیسټان وشړل. د خپل واک زیاتولو لپاره یې په اساسي قانون کې تغیر راووست او د لومړي وزیر ډیری واکونه یې ولسمشر ته محول کړل. اردوغان لګیا دی او لا هم ژور اقدامات کوي. په داسې حال کې چې غربي دولتونه او رسنۍ دنوموړي د کنټرول لپاره له هیڅ هڅې مخ نه اړوي خو نوموړی په پام کې لري چې دا ځل د لومړي وزیر د منصب په حذف سره د ترکیې ټولې اجرائيي واک په لاس کې واخلي.
د ترکیې په دې وروستیو انتخاباتو کې غربي هیوادونو چې د اردوغان له اسلامي افکارو په ویره کې دي خپل ټول توان وکاراوه. د ترکیې محلي سیکولران یې سره متحد او د محرم اینجه تر مشرۍ لاندې په ټاکنیز ټیم کې راټول کړل. په رسنیو کې یې د اردوغان خلاف پراخ تبلیغاتي کمپاین پیل کړ. د ترکیې په سترو ښارونو کې یې د ډیرو پیسو په مصرف سره لویې ټاکنیزې غونډې جوړې کړې. خو د ترکیې ملت بیا هم خپل اسلامي اصالت او تعهد ثابت کړ. د ترکیې د ټاکنو د کمیسون مشر سعدي ګوون پرون ناوخته اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې رجب طیب اردوغان د ۵۳ فیصده رایو په خپلولو سره بری ترلاسه کړی دی.
دا چې اردوغان ولې مهم دی او بریا یي د اسلامي امت لپاره څومره اهمیت لري. اصلي خبره دا ده چې نن سبا په ټولو اسلامي هیوادونو کې د اسلامي او غربي افکارو تر منځ سیاسي کشمکش روان دی. په ترکیه کې د اسلام نمایندګي همدغه د عدالت او توسعې ګوند یا رجب طیب اردوغان کوي. لکه څنګه چې د اسلام دښمنان په هر ځای کې د خپلو سیکولر همفکرو کلک ملاتړ کوي. هغوی ته لابي او کمپاین کوي او په سیاسي ډګرونو کې د بریا هڅې یي کوي په مسلمانانو هم لازمه ده چې د نړۍ په هر کونج کې د هر هغه سیاسي او فکري جریان ملاتړ وکړي چې اسلامي تشخص لري.
ارودغان که څه هم تراوسه نه دی توانیدلی چې ترکیه له خپل سیکولر چوکاټ څخه وباسي. اما د نوموړي ارادې مثبتې معلومیږي. نوموړی په ښه لوري روان دی، د ده په تیره اوولس کلنه واکمنۍ کې په ترکیه کې اسلامي فکر وده کړې، حجاب زیات شوی دی، اسلامي تعلیمات راژوندي شوي دي او د سیکولرزم نظریه د انحطاط پخوا روانه ده. په اوس وخت کې چې ځیني اسلامي هیوادونو د غربي افکارو د ترویج او ناروا آزادیو د ورکړې په مسابقه بوخت دي د اردوغان دغه اسلامي اصلاحات د ستاینې وړ اقدامات دي او باید ملاتړ او قدرداني یي وشي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button