ولسي جرګه: سرور دانش په ټاکنو کې پر لاس وهنه تورنوي

 

عزم(شنبه، ۹ چنګاښ ۱۳۹۷) د ولسي جرګې غړي د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش باندې تورپورې کوي چې په ټاکنو کې لاس وهنه کوي.

د دغې جرګې غړي وایي، چې سرور دانش په غزني ولایت کې د ټاکنو په حوزوي ترسره کیدلو په مخالفت کې یو مکتوب صادر کړی او په حوزوي بڼه ټاکنې یې رد کړي دي.

دوی ویلي د دانش دا کار د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، چې د اوس لپاره داسې قانون نه‌ شته چې له مخې یې ټاکنیزې حوزې په سمه توګه معلومې شي او په غزني کې به د ټاکنیزو حوزو جوړېدل قومي ستونزې رامنځته کړي.

خو ځیني نور وکیلان بیا په غزني ولایت کې د ټاکنو پر حوزوي کیدو ټینګار کوي او وایي، چې که ټاکنې حوزوي شي، نو هر څوک به په ولسي جرګه کې خپل استازی ولري او غږ به ‌یې واورېدل شي.

د غزني ولایت د ټاکنو د حوزوي کیدو او نه حوزوي کیدو، همدا راز پر سرور دانش یاد تورونه داسې مهال لګول کیږي چې د غزني ولایت اوسیدونکو ټینګار کړی وو که ټاکنې حوزوي نشي د ټاکنو د ترسره کیدو مخه به ونیسي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button