کابل امنیه قومنداني: د امریکا سفارت کابل کې د نیول شویو وسلو غوښتنه کوي

 

عزم(چهارشنبه، ۱۳ چنګاښ ۱۳۹۷) د روزې په وروستیو او له اختر دوه ورځې وړاندې د کابل پولیسو څو کانټینره وسلې ونیولې چې په غیر قانوني ډول نامعلوم لوري ته لیږدول کیدې.

د کابل امنیه قومندان ویلي چې د یادو وسلو ادرس او لوری تر پنځلس ورځو نامعلوم وو، خو اوس د امریکا د سفارت له لارې د دغو وسلو د سپارلو غوښتنه شوې.

هغه دا ونه ویل چې دا وسلې چیرته او د چا له لوري لیږدول کیدې خو دومره یې ویلي چې په دې اړه څیړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې ویل کیدل دغه وسلې د یوې سیاسي ډلې افرادو د یوې بهرنۍ امنیتي کمپنۍ د جعلي اسنادو او زغره والو موټرو په مرسته لېږدولې، چې ونېول شوې.

د یادونې وړ دی چې په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو باندې تل دا تورونه لږیږي چې د داعش وسلوالې ډلې په شمول د ځینو کړیو مالي او نظامي مرستې کوي تر څو دلته د جګړې بازار ګرم وساتل شي او دوی خپل اهداف پلي کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button