فاریاب: کمانډو عسکرو د نظام الدين قيصاري کور ونیوه

عزم: ۱۳۹۷/۴/۱۵- تیره شپه ۲:۳۰ بجې د فاریاب مرکز میمنې کې کمانډو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په لړ کې د دوستم د قومندان نظام الدین قیصاري کور ونیوه.

د جنبش(د دوستم د تنظیم) د ولایتي شورا رئیس عطاء محمد فیضي ویلي چې دا پیښه تیره شپه رامنځته شوې او د نښتو په لړ کې د قیصاري ۲ کسان وژل شوي، ۳ تنه نور زخمیان او یو نیول شوی دی.

د پولیسو سرچینو ددې خبر پخلی کړی خو نور تفصیلات یې ندي ورکړي.

د قیصاري کور د هوایي ډګر خوا ته او د ملي اردو د لوا په څومترۍ کې پروت دی.

۴ ورځې واړندې فاریاب کې د جنرال دوستم نوموتی قومندان نظام الدین قیصاري د حکومت لخوا ونیول شو.

د دغې نیونې مهال نښته رامنځته شوه چې په ترڅ کې یې د قیصاري ۴ تنه مړه، او ۲۰ بې وسلې کړای شول. همداراز، د کمانډو ځواکونو کم له کمه یو کس وژل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال رادمنش ویلي چې نظام الدین قیصاري ملي امنیت ته سپارل شوی او تحقیقات ترې روان دي.

ښاغلي محمد رادمنش زیاته کړه چې د قیصاري ترڅنګ درې نور زورواک قومندانان: رحیم الله د ارزګان، داوود مبارز د فراه او نادر شاه د بدخشان هم نیول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button