طالبان: عربستان کې غونډه دسیسه ده تاثیر نلري او ناکامیږي به

عزم: ۱۳۹۷/۴/۱۹- طالبانو د سعودي عربستان غونډه افغانستان کې «د جهاد» په وړاندې یوه دسیسه بللې او باور یې ښکاره کړی چې دا به هم داسې ناکامیږي لکه د روس او انګریزانو مهال چې د جهاد ضد دسیسې ناکامه شوې وې.

په یوه مفصله اعلامیه کې طالبانو د قرآنکریم د مبارک ایت او حدیث شریف په دلیل ویلو سره د غونډې په ګډونوالو غږ کړی چې د ظالم خوا ونه نیسي کنه دوی ته به هم د اور لمبې ور ورسیږی او له ایمانه به خلاص شي.

طالبانو د غونډې ګډونوالو  ته وریاده کړې چې افغانستان کې روان جنګ د مسلمانانو خپل منځي جنګ نه بلکې ۱۷ کاله راهیسې د امریکا د یرغل مقابل کې پیل شوی جهاد او لا هم په همغه حکم او روان دی.

طالبانو د جنګ افغاني اړخ ته په اشارې ویلي چې پدې سره د جنګ قانونیت کې ځکه کوم توپیر نشي راتللی چې د لا هم د جنک، مشري، پلان جوړونه، او ټول واک ځواک نیغ په نیغه امریکا سره دي.

طالبانو خپله اعلامبه کې د امریکا ضد جګړې د مشروعیت، د افغاني اړخ د مشروعیت حقیقت، د عربستان تاریخي او اوسني دریځ، او د افغان ولس په استازیتوب د طالبانو دریځ په مفصل ډول بیان کړي دي.

د موضوع د اهمیت له کبله عزم غوره ګڼي چې د طالبانو اعلامیه لوستونکو ته په لاندینیو کرښو کې کټ مټ وړاندې کړي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په سعودي عربستان کې د عالمانو د غونډې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

 

راپورونه خپریږي چې ډیر ژر به د سعودي عربستان په جده کې د افغانستان په تړاوو کومه غونډه جوړه شي. د دې غونډې په رابطه د  افغانستان اسلامي امارت لاندې څو ټکي د توجه وړ بولي:

ــ په افغانستان کې د امریکایي محاربو یرغلګرو په خلاف روان جهاد د اسلام له نظره د کفري تهاجم په خلاف فرض عین دفاعي جهاد دی. زموږ د دین ټول اصول او فقهي مذاهب په دې خبره اتفاق لري چې د محاربو کفارو د تجاوز په صورت کې پر مسلمانانو جهاد فرض عین ګرځي. دا هغه واضح الهي حکم دی چې هر د ایمان خاوند ورباندې باور او قناعت لري.

ــ په افغانستان کې روان جهاد بین الافغاني جنګ یا قتال بین المسلمین نه دی. دا جنګ اوولس کاله پخوا هغه وخت پیل شو چې امریکا له هوایي او ځمکني ځواک څخه په استفاده په افغانستان یرغل وکړ او په مقابل کې یې افغان مجاهد اولس دفاعي جهاد پیل کړ. له هماغې ورځې زموږ په خلاف د دې جنګ ټوله پلان ګزاري، ستراتيژي، اکمال او پر مخ بیول يې د امریکایانو په غاړه دي، که بین الافغاني جګړه وای په دې کې به یو نیم ټریلیون امریکایي ډالر نه مصرفیدل، په زرګونو امریکایي عسکر به په کې نه وژل کیدل او په لسګونو زره نور به نه ټپیان کیدل. اوس هم د دې جګړې نوی استرايژي د امریکايي مشر ټرمپ لخوا طرحه شوي او عملي کیږي او د لا اوږدولو لپاره یې پوځي بودیجه د امریکایي کانګریس لخوا منظوریږي. زموږ اولس د سر په سترګو وینې چې پر سر یي امریکایي څرخکې، بې پیلوټه طیارې او امریکایي جټ طیارې پروازونه کوي. زموږ اولس د متجاوزو امریکایانو پوځي شتون په سترګو ویني دا خبره به له واقعیتونو سره ډير توپير ولري چي په یوه بل هیواد کې ورته دا مسئله بین الافغاني قضیه معرفي شي.

ــ د امریکایانو هغه ملګري چې په افغانستان کې د اشغالګرو ملاتړ کوي او د خپل دین، اولس، هیواد او ملي ارزښتونو په وړاندې جنګیږي او امریکایان یې اکمالوي. د اشغالګرو په خوا کې د دوی شتون د جګړې ماهیت نه شي بدلولی، ځکه مستقل خلک نه دي، د امریکایانو لخوا په افغانانو تپل شوي، د امریکایانو ستراتيژي تطبیقوي، دا جګړه په رأس کې د هغوی په وړاندې نه  ده پيل شوي، هغوی اجیران دي، لکه د  شوروي اتحاد په وخت کې د وخت افغان کمونستان چې د هغه مهال په جهاد يې کوم اغیز نه درلود، ښکاره الهي ارشادات موجود دي چې که څوک د مسلمانانو په خلاف د کفارو پلو ونیسي نو په وړاندې يې مقابله مقدس جهاد دی.

ــ د افغانستان اسلامي امارت کومه باغي یا په اصطلاح ترهګره ډله نه ده. بلکې اسلامي امارت د افغانستان د دیرش میلیوني اولس د اسلام غوښتنې او استقلال غوښتنې د مبارزې نوم دی. اسلامي امارت په اولس کې ژورې ريښې لري. همدا اوس دافغانستان په ۷۰ فیصده جغرافیه باندې مکمل کنټرول لري. په افغانستان کې د افغان اولس له هیلو سره سم اسلامي خپلواک نظام یې هدف دی، اسلامي امارت د شریعت په رڼا کې نړیوالو مناسباتو، حسن همجواري، دوستانه اړیکو او د ملتونو ګډ سوله ییز ژوند ته درناوی لري او له نړۍ سره مثبتې اړیکي غواړي.

دا به ډیره ناعادلانه او غیرمنطقي وي چې یو بشپړ اولس چې ویاړمن تاریخ لري، په ترهګرۍ او بغاوت سره مسمی شي. هیڅوک د دې حق نلري او نه هم باید داسې وکړي.

ــ د لوړو وضاحتونو په رڼا کې که بیا هم څوک یوازې د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د ملګرو د خوشالۍ لپاره د دین صریح حکم باطل اعلانوي او د الله تعالی د لارې مجاهد ملت باغي او ترهګر بولي دغه کار له امریکایي متجاوزینو سره په اشغال کې ملګرتیا او د مستضعفو مسلمانانو پښې وهل دي او الله تعالی فرمایي: وَلا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لا تُنْصَرُونَ (113) هودهمدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: من مشى معَ ظالِمٍ ليُقَوِّيَهُ وهوَ يعلمُ أنَّهُ ظالِمٌ، فقد خرجَ مِنَ الإسلامِ. رواه البیهقی.

ــ افغان اولس د سعودي عربستان له چارواکو او علماؤو څخه دا هیله نلري چې دوی به د اسلام او کفر تر منځ جنګ کې د امریکایي متجاوزینو اړخ نیسي، زموږ اولس د اسلامي اخوت له امله هیله لري چې د سعودي حکومت به د شوروي ضد جهاد په شان په دې سخته ورځ زموږ د مستضعف اولس مرسته او لاس نیوی کوي، افغان اولس اوس هم د سعودي عربستان له هغو مرستو منندوی دی چې د شوروي اتحاد سره د جهاد په مهال زموږ له اولس سره ترسره شوي.

ــ اسلامي کانفرانس لکه څنګه چې د کمونیزم ضد جهاد په خلاف د افغان مجاهد اولس ملاتړ کړی او افغان اولس یې اوس هم احسان مني. باید په دې اوسنۍ غمیزه کې هم دغه ټولنه د عام افغان اولس تر څنګ ودریږي او له برحقې مبارزې یې ملاتړ وکړي.

ــ په پای کې مسلمان اولس او مجاهدینو ته ډاډ ورکوو چې  موږ په خپل ناصر اوقادر رب تعالی باور لرو لکه څرنګه چې یې زموږ جهاد دانګریزانو او کمونیزم په مقابل کې کامیابه کړ او د هغه وخت سوپر طاقتونه صفر شول، ټولې دسیسې یې شنډي شوې، همدا سې به د امریکا په مشري اشغالګرهم ناکامه او ذلیل شي، دسیسي به یې زموږ په مشروع مبارزه هیڅ منفي اثر ونه کړي او په مقابل کي به یې زموږ روان جهاد د بري ساحل ته په خورا سرلوړۍ سره رسیږي، ان شاءالله تعالی  وما ذالک علی الله بعزیز.

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۹/۱۰/۲۵هـ ق

۱۳۹۷/۴/۱۸هـ ش

ــ 2018/7/9م

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button