دا حالت به مو تر سولې ورسوي؟

مسعود ارین

چیغې او نعرې مو خیژي، سوله او امن غواړو، چیرته ده ورکه سوله؟ او چیرته دی امن؟
خو دا مو ونه ویل چې سوله باید څنګه راشي، او له کومو لارو کار واخلو چې تر سولې مو ورسوي؟

داسې نه ده چې سوله ورکه ده، سوله شته، خو موږ ورک یو او موږ په هېڅ حساب یو، موږ کې دومره توان نشته چې سوله راخپله کړو، موږ کمزوي یو، موږ معذور یو

سوله نه د پنجاب د تورلینګیو په لاس کې ده او نه هم د بل کوم پردي چا سره، سوله زموږ د افغانانو په لاس کې ده او هغه یوازیني موږ یو چې افغانستان د امن او سولې په کور بدلولی شو

خو څنګه؟
ایا داسې چې ولسمشر مو په پنجاب کې پسې وګرځي او سوله پیدا کړي، که داسې چې ولسمشر مو طالبانو ته د پاسپورټو وړاندیزونه وکړي او سوله راشي؟
او یا یې د اندونیزیا، کابل او سعودي په غونډو کې ولټوو چې ګواکې د افغانستان لپاره به امن ترې راوړو؟

نه، داسې نه ده، سوله هلته راتلای شي چې افغانان ټول په یوه خوله شي او د امریکا په خلاف غږ پورته کړي

دلته د سولې په خلاف اصلي او عمده خبره بله ده، چې هغه د اشغالګرې امریکا وجود دی، تر څو چې په افغانستان کې اشغالګره امریکا وي تر هغو به افغانستان ښه ورځ ونه ویني او اې افغانانو! تر هغې به د سولې خوند هم ونه څکی

موږ به خاورې سوله ووینو چې د امریکا اوولس کلن وحشت ته سترګه نه شو وراړولی او یوازې د تیرې یوې اونۍ وحشتونه یې چې درشمار کړې له حسابه وتلې، څوک شته چې د زرمت د وحشت غندنه وکړي، څوک شته چې د ننګرهار د بربریت پوښتنه له چا نه وکړي، په وینو لت پت قندوز به د چا په یاد وي؟
خو که طالب چیرته څوک وواژه بیا نو تر ټولو غټ تروریست ټالیب دی، تر ټول ستر دښمن د وطن طالب دی او هغه ګمراه افغانان چې ډالرو یې د زړه سترګې ورړندې کړي، طالب ته په سپکو سپورو پیل وکړي او ترهرګره امریکا دې سرې سترګې ګرځي څوک نشته چې غندنه یې وکړي، برعکس وحشتونو ته یې دلائل تراشل کیږي، شکیدلي پرتوګونه ګنډل کیږي

افغانانو! په غونډو منډو یې والله که سر شل کړئ، او نه مو هم والله که تر قیامته سوله په دې طریقو پیدا کړه.
راشئ! ټول د امریکا په مقابل کې ودریږو او له امریکا څخه په لوړ غږ او غیرت خپل حق وغواړو، امریکا ته ووایو چې ته اشغالګره یې، په موږ دې تیری کړی، موږ دې وژلي یو، د دې حساب راکړه، د زور له لارې حساب ترې واخلو، خپل پور ترې ادا کړو، او بیا ورته ووایو، چې زموږ له خاورې په ټیټو سترګو ووزه!
دا کارونه وکړئ، که بیا مو هم سوله ونه لیده بیا راشئ او مخ ته راتو کړئ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button