د جنرال دوستم او قیصاري پلوي لاریونوالو نن بیا د ولسمشر سپکاوی وکړ

عزم: ۱۳۹۷/۴/۲۵ د جنرال دوستم او قومندان نظام الدین قیصاري ملاتړو نن کابل کې د لاریون مهال د ولسمشر سپکاوی تکرار کړ.

دغو لاریونوالو کابل کې د ولسمشر داسې مجسمه پورته نیولې وه چې پرتوګ یې ورته کوز ښویولی وه.

دوی د ولسمشر مرده باد، استعفا دې وکړي، دوستم زنده باد، قیصاري زنده باد، دوستم دې بیرته راستون شي او قیصاري دې بیرته ازاد شي نعرې وهلې.

۱۵ ورځې مخکې د ولسمشر په امر کمانډو ځواکونو د جنرال دوستم نوموتی قومندان نظام الدین قبصاري ژوندی ونیوه، دده ۷ ساتونکي یې مړه او ۲۲ تنه بندیان کړل.

له هغې ورځې راهیسې د قیصاري او دوستم په ملاتړ او د اشرف غني په ضد لاریونونه پیل شوي او ورځ تر بلې پراخیږي.

له دې لاریونونو وروسته ولسمشر اړ شوی چې دوستم بیرته هیواد ته را ستون کړي خو لا یې هم د قیصاري په اړه څه ندي ویلي.

اقتصادي ماهرین وایي چې دغو لاریونونو هیواد او تاجرانو ته سلګونه ملیونه ډالره زیان اړولی او یو شمیر ولایتونو کې د ضروریاتو نرخونه هم ختلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button