مجاهد: نیویارک ټایمز زما خبرې ناسمې تعبیر کړي

 

عزم(پنجشنبه، ۲۸ چنګاښ ۱۳۹۷) نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله یو راپور نشر کړی وو چې پریکړه یې کړې په کابل او نورو ښارونو کې بریدونه نه ترسره کوي.

یادې ورځپاڼې لیکلي چې مجاهد ورته ویلي د دوی رهبرۍ په ښارونو کې ورته د چاودنو نه کولو امر کړی، چې له همدې به نور په ښارونو کې سرتیري بریدونه نه کیږي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي په ښارونو کې د سرتیرو بریدونو په اړه یې نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبرې غلطې تعبیر کړي هغه ورته داسې ندي ویلي.

مجاهد وایي: ‹‹د نیویارک ټایمز خبریال پوښتنه وکړه چې ولی له اختر څخه را وروسته په کابل یا بل کوم ښار کې مجاهدینو لوی فدايي بریدونه نه دي کړي››.

هغه وایي ما ځواب ورکړو چې په ښارونو کې بریدونه په ډیر احتیاط او د اهدافو په نښه کولو سره ترسره کیږي چې له همدې امله د عملیاتو اجرا څه وخت ته ضرورت لري او په تلوار سره نشي ترسره کیدلی چې د اهدافو په تشخیص سره به داسې عملیات ترسره شي.

نوموړی وایي زما له دغه ځواب څخه دوی ناسم تعبیر اخیستی او یا یې قصدا زما خبرې تحریف کړي.

هغه رسنیو ته په خطاب سره ویلي چې د نقل قول وخت کې باید دقت وکړي او اتهامات ونه تړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button