غزني: ۱۱ پوځي مرکزونو او پوستو خونړی سقوط کړی دی

عزم: ۱۳۹۷/۵/۱- د غزني قره باغ ولسوالۍ تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۱۱ پوځي مرکزونو او پوستو خونړی سقوط کړی او ګڼو سربازانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

دولایت قره باغ ولسوالۍ کې د دښمن په مرکزونو او پوستو د مجاهدینو له لوري پراخ او ځپونکي عملیات ترسره شول.

عیني شاهدان وایي چې د خونیانو او خالوخیلو دوه بوځي بیسونه، د ګرکاو پوسته، د پول پوسته، د غونډۍ پوسته، د عیدي پوسته، د مشک پوسته، د میدانک پوسته او د ګامیشک سیمې ۳ پوستې ټول تیره شپه وروسته له هغه د طالبانو لاس ته ورغلې چې درنه پوځي نښته تیره شوه.

دا چې طالبانو چا ته دغو مرکزونو ته د ورتللو اجازه نه ورکوله، د مرګ ژوبلې شمیر مالوم نشو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: