امريکايان مجبور دي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي!

لیکوال:عطاءالله مبارز

د امريکا + ناټو له لوري افغانستان کې د پيل شوې جګړې دا دی نژدې دوه لسيزې وشوې، خو لا هم دوی خپلو کرغېړنو موخو ته يوازې ونه رسېدل، بلکې په زرګونو ځاني تلفات او په لسګونو مليارده ډالر يې هم ضایع شو، چې څو ځله يې سيګار يادونه کړې.

په دې وروستيو کې غربي رسنۍ د امريکايي چارواکو په حواله داسې خبرونه خپروي، چې ګويا نور نو امريکا د جګړې له لارې افغانستان کې نشي بريالۍ کېدی، بلکې غواړي د سياسي جوړ جاړي په نتيجه کې له دې اوږدې او بې ګټې جګړې ځان وباسي. نشنل انټرسټ پخپله یوه مقاله کې لیکي، ټرمپ په افغانستان کې سخته جګړه وکړه، خو اوس ښايي په دې لټه کې وي چې خپل سرتېري له افغانستان وباسي. د سرچینې په خبره امریکايي ديپلوماتان اوس له طالبانو سره په مخامخ خبرو بوخت دي او دا په دې مانا ده، چې طالبان د جګړې په ډګر کې نه ماتېږي، بلکې د سیاسي مذاکراتو له لارې باید جګړه حل کړل شي، ليکوال کاږي، چې دا نه یوازې دا چې د طالبانو د ماتې په مانا نه ده، بلکې دا ښيي چې ټرمپ غواړي افغان جګړه پای ته ورسوي او له دغه هېواد خپل سرتېري وباسي. نشنل انټرسټ لیکي: ټرمپ په لومړي سر کې هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو له حضور سره مخالف و، خو د سلاکارانو په ټینګار اړ شو، چې دلته خپل سرتېري نور هم ډېر کړي. خو اوس ښايي دې پایلې ته رسېدلی وي، چې دلته روانه جګړه باید پای ته ورسويپه دې برخه کې د طالبانو دريځ ډېر واضح او معقول دی، هغوی ټینګار کوي، چې په دې اړه له امريکا سره مخامخ خبرو ته چمتو دي، خو له افغان بې صلاحيته حکومت سره په دې هکله خبرې کول بې ګټې اقدام دی.

ځکه د جګړې اساسي لوري امریکا دی او بل دا چې ا فغان حکومت هيڅ صلاحيت نه لري.

اوس نو امریکا هم  له دې پرته بله لاره نه لري، چې د پیل کړې ناروا جګړې څخه د وتلو په هدف له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

په دې وروستیو ورځو کې دې خبر د رسنيو پراخ پوښښ جلب کړی، چې ګويا امريکايي ډيپلوماتانوی په قطر کې د طالبانو د سياسی دفتر له غړو سره مخامخ خبرې کړي دي.

وال سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو په حواله وايي چې په لوړه سطحه د طالبانو له سیاسي غړو سره پر خبرو بوخت دي.

دغه رسنۍ تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې الیس ویلز او طالب مشرانو تر منځ د خبرو اترو راپور ورکوي.

د سرچينې په حواله په مرکزي اسیا کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیالې څو ورځې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره مخامخ خبرې کړې دي.

راپور زیاتوي چې د افغان سولې اړوند د دواړو لوریو له خوا خبرې اترې شوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې له لارې هم د افغان سولې د پرمختګ هیله څرګنده کړې ده.

څو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز د امریکایي لوړپوړو چارواکو په حواله راپور ورکړ، چې خپلو ډيپلوماټانو ته يې امر کړی چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅه وکړي.

دې ټولو خبرو ته په کتو ویلی شو، چې نور نو امريکايان مجبور دي،  د افغانستان له جګړې د وتلو په هدف له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.د ګران هيواد د ازادۍ او تل پاتې سولې په هيله!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: