ټرمپ د افغان لانجې سخت بې حوصلې کړی دئ!

ورځني سیاسي نوټونه (۱۴۴):

د ډیلي مېل ورځپانه د جولای پر ۳۰ باندي لیکي چي جمهورریس ټرمپ د افغان د جګړې په اړه بې حوصلې سوی دئ، او د دې امکان سته چي په یو اړخېزه توګه له افغانستان څخه امریکايي عسکر راوباسي. اخبار لیکي چي امریکايي دپلوماتان سخت وارخطا دي چي هسي نه چي ښاغلی ټرمپ دونه بې حوصلې سي چي د طالبانو سره مخامخ خبرو ته معطل نه سي، او د امریکايي عسکرو د راایستلو امر وکړي.

د متحده ایالاتو یوه پخواني عالي رتبه مامور د این بي سي نیوز ته ویلي دي،«دا چي ټرمپ په تېر اګسټ کي د افغان پالیسي تصویب کړه، دا د دې مانا نه لري چي هغه به تر آخره پوري همدې پالیسي ته وفاداره او متعهد پاته سي.»

د ډیلي مېل ورځپاڼه لیکي چي طالبانو او امریکايي عالي رتبه دپلوماتانو په قطر کي سره لیدلي دي، خو دا معلومه نه ده چي د هغوی تر مینځ به بله غونډه چیري او څه وخت وسي.

اخبار لیکي طالبان غواړي چي د امریکایانو سره د افغان کشاله د خبرو له لاري فیصله کړي، او امریکايي اشغال ختم کړي. طالبان دغه راز ټینګار کوي چي د کابل رژیم د سولي او جنګ صلاحیت نه لري، او د واشنګټن له امره پرته عمل نه سي کولای.

ورځپاڼه لیکي چي طالبان باور لري چي هغوی مجبوره دي چي له امریکا سره یوې روغي جوړي ته ورسېږي، ځکه د امریکا له موافقې پرته به طالبان هیڅکله په افغانستان کي پر آرامه پاته نه سي.

وال سټریټ ژورنال د جولای پر ۲۸ باندي لیکي چي په افغانستان کي د ښاغلي ټرمپ یوه کلنه ستراتیژي چندان مثبت نتایج نه لري. د افغان فوج له طالبانو څخه سیمي نه دي نیولي. د ملکي کسانو تلفاتو پخوانی ریکارډ مات کړی دئ. د مخدره موادو قاچاق او کاروبار په خرپ روان دئ. د متحده ایالاتو استخبارات وايي چي د ټرمپ ستراتیژي د طالبانو پرمختګ نه دئ سټاپ کړئ.

وال سټریټ ژورنال لیکي که څه هم په نظامي ساحه کئ پرمختګ نه دئ سوئ، خو د سولي لپاره تاریخي فرصتونه ایجاد سوي دي. د اختر د ورځو اور بند زیاته خوشبیني ایجاده کړې ده.

اخبار کاږي سولي ته رسېدل به اسانه کار نه وي، ځکه افغان او امریکايي چارواکو څو ځله د طالبانو سره د سولي د مذاکراتو هڅه کړې ده، خو هر کرت ناکامه سوي دي. یو وار په ۲۰۱۳ کي، د سولي لپاره زیات پرمختګ وسو،‌ خو پر یو جزيي شي -د طالبانو د بېرغ پر جګولو – باندي خبري خرابي سوې.

له ګرداب پاڼې نه په مننه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button