د سرپل پولیسو یو پوډري په مرګ ډبولی دی

عزم: ۱۳۹۷/۵/۱۷- د مهدي په نوم یو کس چې اوسمهال روغتون مې درملنې لاندې دی وایي چې د سرپل ولایت د دویمې حوزې سرپرست میوند په ناحقه د مرګ تر بریده ربړولی او بریښنایي ټکانونه ورکړي دي.

مهدی وایي چې میوند ترې ۵۰زره افغانۍ وغوښتلې او د نه ورکولو په صورت کې یې په مرګ ګواښلی دی.

د سرپل چارواکي مني چې میوند نومي افسر د مهدي په نوم یو پوډري په ناحقه وهلی ډبولی دی.

د سرپل ولایت ویاند ذبیح الله اماني وایي چې امنیتي ځواکونو میوند نومی افسر نیولی او پلټنې روانې دي.

د سرپل ښاریان شکایت کوي چې هر پولیس دغسې ظلمونه کوي خو د محاسبې یې هیڅ څرک نشته.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button