طالبان: ازبکستان سره مو د سولې او ملي پروژو په اړه خبرې وکړې

عزم: ۱۳۹۷/۵/۲۰- طالبانو ویلي چې ازبکستان سره یې افغانستان څخه د امریکایانو وتلو، سولې او ملي پروژو په اړه خبرې کړې دي.

په یوه اعلامیه کې چې عزم یې یوه کاپي ترلاسه کړې، د طالبانو سیاسي دفتر ویلي چې ددوی مشر شیرمحمد عباس ستانکزي مشرۍ لاندې یو هیئت د ازبکستان لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته لرل او په یادو موضوعاتو یې نظرونه سره تبادله کړل.

د موضوع اهمیت ته په کتو عزم غوره وګڼله چې د طالبانو د سیاسي دفتر د اعلامیه کټ مټ یې لوستونکو ته وړاندې کړي.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ازبکستان ته د اسلامي امارت د هئیت د سفر په اړه د سیاسي دفتر اعلامیه

 د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي د فتر یو هېئت د سیاسي د فتر د رئيس محترم شیر محمد عباس ستانکزي تر مشري لاندې د روان کال د اګست د میاشتې له شپږمې نیټې څخه تر لسمې نیټې پورې د ګاونډي هیواد ازبکستان د چارواکو په بلنه هغه هیواد ته سفر درلود.

په دې سفر کې نوموړې هېئت د ازبکستان د خارجه وزیر ښاغلي عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولس مشر استازي ښاغلي عصمت الله ارګاشیف سره وکتل او په افغانستان کې یې د ازبکستان له خوا د اوسنیو او راتلونکو ملي پروژو لکه د اورګاډي پټلۍ او د بریښنا د لین په امنیت خبرې وکړې.

همداشان له افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو او دا چې په افغانستان کې څنګه سوله راتلای شي، په دې اړه د ازبکستان له چارواکو سره نظرونه تبادله شول.

محمد سهیل شاهین

د اسلامي امارت د سیاسی دفتر ویاند

۲۹/۱۱/۱۴۳۹هـ ق

۲۰/۵/۱۳۹۷هـ ش

ــ 2018/8/11م

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button