غزني ته د کومکي کاروان ۱۰ امریکایان وژل شوي دي

عزم: ۱۳۹۷/۵/۲۱- طالبانو د امریکایانو او کورنیو ځواکونو په هغه کومکي قوه سخت بریدونه او چاودنې کړي چې له کابل څخه د میدان وردګ په لاره خوځیدلی دی.

د میدان وردګ امنیتي سرچیني وایي چې دغه کاروان باندې ګڼې چاودنې او جنګونه شوي او لا هم درې ورځو راهیسې په لاره کې بند نښتی دی.

د میدان وردګ د تروروزم ریاست یوه کارمند ویل چې غزني ته تلونکی پوځي کاروان د سیداباد ولسوالۍ په ملي خیلو، سلطانخیلو، شیرازي بابا، سالارو، منګلیو او یو شمیر نورو سیمو کې د طالبانو بریدونو لاندې راغلی او کم له کمه ۱۰ تنه امریکایان او ۲۵ تنه افغان کمانډویان  وژل شوي دي.

دی وایي چې طالبانو لومړی د امریکایانو۲ ټانګونه په شیرازي بابا سیمه کې وویشتل او بیا یو بل ټانګ په ماین والوزاوه چې د دواړو مجموعي تلفات تر لسو رسیدل او مړي یې په امبولانس چورلکو کې انتقال شول.

دده په وینا، وروسته امریکایانو په غلطۍ کې د ملي اردو پوسته بمبار کړه او اته تنه یې مړه او ۳ زخمیان کړل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button