طالبان: د غزني کلابندو سرتیرو ته هیڅ کومکي ځواکونه ندي رسیدلي

عزم: ۱۳۹۷/۵/۲۲- طالبانو سپیناوی کړی چې له کابل څخه غزني ته د ۰۱ صفریک قطعې رسیدلو ادعاوې بې اساسه او تش تبلیغات دي.

په لنډه خبرپاڼه کې طالبانو غزنی ته د کومکي ځواکونو رسیدلو خبرونه قطعي رد کړي او وایي چې کلابندو سربازانو ته هیڅ مرستیال ځواکونه په رارسیدو نه دي بريالي شوي.

طالبان وایي چې «حکومت غواړي په دغسې تبلیغاتي ادعاوو او پروپاګندونو په غزني کې د مرګ سره مخ عسکرو ته مؤقته روحیه ورکړي».

د ملي امنیت ریاست یوه کارمند د تیلیفون په کرښه د ولایتي شورا غړي نصیراحمد فقیري ته ویلي چې د غزني ښار ولایت مقام او ملي امنیت ریاست کې د والي، معاون، امنیه قومندان، او نورو چارواکو په ګډون ګڼ مشران کلابند دي.

د غزني له ښار څخه سرچینو ویلي چط کلابند چارواکي له طالبانو څخه د وتلو لاره غواړي خو طالبان ورته وایی چې یا تسلیم شئ یا وزل کیږئ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button