طالبانو له افغانستانه د امریکایانو وتلو په هکله اندونیزیا سره خبرې کړي

عزم: جمعه، ۱۳۹۷/۵/۲۶- طالبانو د خپل سیاسي دفتر له لارې له ازبکستان وروسته اندونیزیا هیواد سره سیاسي اړیکې نیولي او د افغانستان په مهمو موضوعاتو یې ورسره نظرونه تبادله کړي دي.

پدې لړ کې، قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر یوه اعلامیه کې سپیناوی کړی چې د دفتر د مشر شیرمحمد عباس ستانکزي تر قیادت لاندې یو هیئت اندونیزیا ته تللی او هلته یې لوړپوړو چارواکو سره مباحثې کړې دي.

د طالبانو اعلامیه کې ویل شوي چې دغه هیئت د روان کال د اګست میاشتې له ۱۲ تر ۱۵پورې، هلته سفر لره او د دغه هیواد مرستیال ولسمشر ښاغلي محمد یوسف کالا، خارجه وزیرې آغلې ریتنو مارسودي او د افغانستان لپاره د انډونیزیا د ولسمشر خاص استازي ښاغلي حامد اول الدین سره یې کتلي دي.

اعلامیه زیاتوي چې په دغو لیدنو کتنو کې په افغانستان کې د سولې په راتلو او له افغانستان څخه د خارجي قواوو په وتلو، او په دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وشوې.

هیره دې نه وي چې په وروستیو کې طالبانو ازبکستان هیواد ته هم دغسې یو هیئت استولی وه او د دغه هیواد لوړپوړو چارواکو سره یې په پورته یادو شویو موضوعاتو خبرې کړې وې.

شنونکي په دې آند دي چې امریکا غواړي د ګڼو ملکونو په توسط طالبانو سره جوړجاړی وکړي او له دې هیواده خپل پوځیان نور وباسي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button